اروپایي ټولنه: په علم پانګونه او د افغان زده‌کوونکو ملاتړ د یو باثباته او سوکاله راتلونکي پر لور لار ده

اطلاعات روز: د اروپایي ټولنې دفتر د سولې او پرمختګ لپاره د علم نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې په علم پانګونه او د افغانستان د زده‌کوونکو او استادانو ملاتړ، د یو باثباته او سوکاله راتلونکي تر ټولو پیاوړې لار ده.

دې دفتر نن (دوشنبه، ۱۹ د لړم) په خپله فیسبوک پاڼه په یوه پیغام کې لیکلي، چې په افغانستان کې د زده کړو ملاتړ لپاره د اروپايي ټولنې ژمنه بشپړه حیاتي ده.

د اروپايي ټولنې دفتر زیاته کړې، چې علم او پوهه د تلپاتې سولې، نوښت، د ستونزو د حل او د ټولو افغان وګړو لپاره د خپلواک راتلونکي کلي ګانې دي.

دغه دفتر ویلي: «موږ په دې باور ټینګ ولاړ یو چې پوهه د پرمختګ بنسټ او اساس دی. موږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې هر افغان ځوان وکولای شي خپل استعداد او وړتیا څرګنده کړي.»

له کله نه چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، د هیواد نیمایي نفوس – ښځې او نجونې له زده کړو څخه محرومې دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه