د پاکستان په پلازمینې اسلام اباد کې تر نننۍ چاودنې وروسته د دې هیواد د دفاع وزیر خواجه محمد اصف ویلي چې «موږ د جګړې په حالت کې یو او په داسې فضا کې د کابل له واکمنو د بریالیو خبرو تمه بې ګټې ده.»
د پاکستان د دفاع وزیر نن (سېشنبه، ۲۰ د لړم) مازیګر پر ایکس لیکلي چې «د کابل واکمن کولای شي په پاکستان کې د ترهګرۍ مخنیوی وکړي، مګر تر اسلام اباد پورې د دې جګړې غزول د کابل له خوا یو پیغام دی خو له پاکستان سره یې بشپړ ځواب شته».
ده ویلي: «که څوک فکر کوي چې د پاکستان ځواکونه یوازې د افغانستان او پاکستان پر پول او یا هم د بلوچستان په لیرې پرتو سیمو کې جنګېږي، نو په اسلام اباد کې نننی برید خبرداری ورکوي چې دا جګړه د ټول پاکستان جګړه ده.»
خواجه اصف ویلي چې د پاکستان پوځ هره ورځ په دې جګړه کې قرباني کېږي او خلګو ته د امنیت احساس ورکوي.
نن د غرمې شاوخوا اسلام اباد کې د محکمې له ودانۍ دباندې یوې چاودنې چې د ځانمرګي برید ګومان پرې کېږي، ۱۲ تنه ووژل او ۲۷ نور یې ژوبل کړل.
په افغانستان کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا برید په کلکه غندي.
تر اوسه کومې ډلې په رسمي توګه د دې برید مسوولیت نه دی منلی، خو پر ټولنیزو رسنیو له پاکستاني طالبانو سره تړلو چینلونو د دې برید مسوولیت تایید کړی؛ بل پلو پاکستاني رسنیو دا د «فتنه خوارج» کار بللی، البته پاکستان دا اصطلاح تحریک طالبان پاکستان ته کاروي.
دا د قطر او ترکیې په منځګړیتوب د پاکستان او طالبانو تر منځ تر درې پړاوه بې پایلو مذاکراتو وروسته خونړی برید دی.
پاکستان په دې مذاکراتو کې غوښتنه کړې وه چې د افغانستان له پولو دباندې خپرېدونکې ترهګري دې مهار شي او د تحریک طالبان پاکستان له لوري دې د افغانستان د خاورې کارولو مخنیوی وشي، مګر طالبانو دا غوښتنې «غیر منطقي» بللې وې.
