د دوه نیم میلیون کډوالو جبري راستنېدنه؛ ملګري ملتونه: افغانستان له سخت فشار سره مخ دی

د خوړو نړیوال پروګرام وایي چې له پاکستان او ایران څخه تر دوه نیم میلیون د زیاتو کډوالو راستنېدو افغانستان له فشار سره مخ کړی دی.

دې ادارې نن (دوشنبه، ۱۹ د لړم) پر ایکس په یوه پیغام کې ویلي چې ډېری کورنۍ په داسې حال کې افغانستان ته راځي چې میندې او ماشومان یې له خوارځواکۍ سره مخ دي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د یونان په څېر مهربانه شریکانو په مرسته د هرکلي او ترانزیټ په مرکزونو کې له کورنیو سره مهمې مرستې کوي او ماشومانو او میندو ته تغذیوي خدمات برابروي.

په دې وروستیو کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د شړلو لړۍ چټکه شوې، په داسې حال کې چې د روان کال په لومړیو کې دا بهیر له ایران څخه ډېر چټک و.

د ملګرو ملتونو له اعلان سره سم، یوازې د روان کال پر مهال له ایران او پاسکتان څخه تر دوه نیم میلیون زیات کډوال افغانستان ته راستانه شوي.

د دې سازمان له شمېرو سره سم، له ۲۰۲۳ کال راهیسې چې له پاکستانه د ستنولو لړۍ پیل شوې، افغانستان ته تر څلور میلیون زیات کډوال بیرته راګرزېدلي.

د کډوالو راستنېدنه په داسې مهال کې دوام لري چې افغانستان له بشري کړکېچ سره مخ دی او نړیوالې مرستې هم کمې شوې دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه