کرزی: هیله لرم چې ژر تر ژره د نجونو په وړاندې د ښوونځي او پوهنتون دروازې پرانیستل شي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د «سولې او پراختیا لپاره د علم د نړیوالې ورځې» په مناسبت هیله ښوولې چې ژر تر ژره د نجونو په وړاندې د ښوونځیو او پوهنتون ورونه/دروازې پرانیستل شي.

ښاغلي کرزي نن (دوشنبه، ۱۹ د لړم) پر ایکس لیکلي: «افغانستان د نورو ټولو ټولنو په څېر علم او پوهې ته اړتیا لري او یوازې هغه وخت کولای شي چې پر ستونزو لاسبری شي او پرمختللی او پر ځان بسیا شي چې ټولو ته د زده کړو او زمینه برابره شي.»

ده له ځوانو هلکانو او نجونو غوښتي چې د پوهې او زده کړې له هر فرصت څخه ګټه واخلي، تر څو افغانستان د خپلو زده کړه لرونکو اولادونو د هڅو په مټ له پایدارې سولې برخمن شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته تر شپږم ټولګي لوړې نجونې له زده کړو منع کړې دي. دې پرېکړي تر دوه نیم میلیون زیاتې نجونې ښوونځي او پوهنتون ته له تګه راګرځولې دي.

طالبانو حتا په طبي انسټیټوټونو کې هم د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی او تر اوسه یې د نجونو په وړاندې د زده کړییزو مرکزونو د پرانیستلو په تړاو کورنيو او نړیوالو غوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه