د نورستان په ځنګلونو کې اورلګېدنه؛ ولسي خلګ یې په مهارولو نه دې توانېدلي

Photo: RTA

نورستان کې ځايي سرچینې وايي چې د دې ولایت د کامدېش ولسوالۍ د «کشتوز» سیمې په ځنګله کې له تېروو دوو ورځو راهیسې اور لګېدلی دی.

سرچینې نن (سې‌شنبه، ۲۰ د لړم) اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي چې که څه هم اور لګیدلې دوې ورځې وړاندې رامنځ ته شوې، خو لا مهار شوې نه ده.

سرچینه زیاتوي چې د سیمې خلکو د اور د مهار لپاره خپلې هڅې پیل کړي؛ خو د امکاناتو د نشتوالي له امله نه دي توانېدلی چې یاده اورلګېدنه مهار کړي.

دوی اندېښنه لري که د اور د مهار لپاره کافي امکانات برابر نه شي او طالبان په دې برخه کې هڅې ونه کړي؛ شونې ده چې اور لا پراخ او د مهارولو چارې یې خورا ګرانې شي.

نورستان کې د طالبانو د چاپېریال ساتنې مسوولین بیا وايي چې هڅې یې پیل کړي چې سیمې ته د اور وژنې ډله واستوي، ترڅو د اور د پراختیا مخه ونیسي.

دې ریاست تر اوسه د سوځېدلي ځنګل د کچې په تړاو معلومات نه دې ورکړي.

تر دا مهال د دې اور لګېدنې لامل څرګند نه دی؛ خو ډېری مهال د شپنو او ولسي خلکو د بې احتیاطۍ له امله اورلګېدنه را منځته کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې روان کال هم د نورستان په ګڼو برخو کې د نامعلومو دلایلو له امله په ځنګلونو کې اورلګېدنې را منځته شوي او په لسګونه جریبه ځنګل یې وسوځاوه.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه