د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې د دې هیواد د بهرنیو چارو او دفاع وزیران او همدا راز د استخباراتو رییس دا اونۍ اسلام اباد ته ځي، تر څو د طالبانو او پاکستان تر منځ د اوربند او همدا راز د دواړو اړخونو تر منځ د سولې د خبرو لپاره له پاکستاني چارواکو سره وغږېږي.
د رویټرز له راپور سره سم، اردوغان دا څرګندونې د اذربایجان له پلازمینې باکو څخه تر راستنېدو او د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره تر لیدلو وروسته وکړې.
د ترکیې ولسمشر زیاته کړې چې د دې پلاوي د سفر موخه په بېړني ډول د پاکستان او طالبانو تر منځ د دایمي اوربند کول دي.
اردوغان له شهباز شریف سره د لیدلو پر مهال هم ویلي و چې د پاکستان او طالبانو تر منځ اوربند له نژدې څاري او د اوربند د ساتلو غوښتنه یې کړې وه.
ترکي پلاوی په داسې مهال کې اسلام اباد ته سفر کوي چې د تېرې جمعې په ورځ د طالبانو او پاکستان تر منځ په استانبول کې د درېیم پړاو مذاکرات بې پایلې پای ته ورسېدل.
دا مذاکرات د قطر او ترکیې په منځګړیتوب پیل شوي وو او تر درو دورو وروسته په داسې مهال کې ختم شول چې هیڅ نهایي توافق ونه شو.
