اطلاعات روز: له پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو پر مخ د تورخم دروازې له خلاصېدو وروسته یو شمېر افغان سوداګر د تورخم لار د سوداګرۍ پر مخ د پرانېستل کېدو غوښتنه کوي.
د ننګرهار سوداګرۍ او پانګونې خونې ریيس ګلمراد عرب وایي، له تېرې یوې میاشتې راهیسې د تورخم لاره د سوداګرۍ پر مخ تړل شوې، چې له امله یې افغان سوداګرو ته لسګونه میلیونونه ډالر مالي زیان اوښتی دی.
هغه وايي، اوسمهال د دې لارې دواړو غاړو ته د سوداګریزو توکو د لېږد زرګونه لارۍ موټر بندې پاتي دي، چې له امله یې افغانان سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ زیان اوړي.
عرب زیاتوي: «د تورخم دروازې د بندېدو له امله هره ورځ افغان سوداګرو ته دوه نیم میلیونه ډالر زیان رسېږي، که چېرې د دې لارو بندېدو دوام وکړي نو مونږ به د خپل سوداګرۍ مسیر بدل کړو ځکه هر وخت پاکستان په یوه او بله بهانه تورخم بندوي.»
نوموړی ټينګار کوي، چې باید ژر تر ژره له پاکستان سره ټولې سوداګریزې لارې پرانېستل شي، تر څو افغان سوداګرو ته د لا زیاتو مالي زیانونو مخه ونیول شي.
افغان سوداګر زبیر مومند وایي، یوه میاشت په پوره کېدو ده، چې په تورخم کې افغان لوري ته سلګونه پر تازه مېوو او سبزیجاتو بار سلګونه لارۍ په تمه دي، چې پاکستاني ځواکونه هغې غاړې ته د اوښتو اجازه ورکړي.
د مومند په وینا د طالبانو او پاکستانیانو ترمنځ د وروستۍ ترینګلتیا له امله په تورخم کې د زیاتو ستونزو له امله د سوداګریزو موټرو تګ راتګ له کړاو سره مخامخ شوی.
هغه زیاتوي په ګڼو ایسارو موټرو کې سبزي او تازه مېوې بار دي چې په تورخم کې د زیات ځنډ له امله په ځينو موټرو کې بار تازه مېوې او ترکارۍ خرابې شوې، چې سوداګرو او د باري موټرو لرونکو ته یې زیان اړولی دی.
مومند زیاته کړه: «سوداګر هر کال په تورخم او نورو لارو کې د سیاسي ناندریو له امله له مالي زیان سره مخ کېږي، ټولې تازه مېوې او سبزیجات چې پاکستان ته مو صادرول خوسا شوي او کوم چې پاتې وو؛ هغه مو له نیمې هم په کمه بیه جلال اباد ښار کې خرڅ کړي غوښتنه مو دا ده چې سوداګریزې لارې باید بندې نه شي او څومره چې ژر کېږي د تورخم لاره دې خلاصه شي.»
یو بل سوداګر زلمی عظیمي وایي، د تورخم لارې دوامداره تړل کېدو زیاتو زیانونونو، سلګونه باروړنکو موټرو درېدل د افغانستان د صادراتي توکو د خوسا کېدو لامل شوي دي.
عظیمي زیاته کړه: «هر سوداګر ته له یو میلیون ډالر زیات زیان اوښتی، یوه میاشت پوره کېږي، چې له تازه مېوې او سبزیجاتو موټرې بار ولاړې دي او پاکستان ته د تلو اجازه نه ورکول کېږي؛ په لسګونه موټرو کې تازه مېوې او سبزیجات خوسا شوي او دواړو لورو ته په سلګونه له توکو بار موټرې ولاړې دي چې کرایه هم پر سوداګر راځي او توکي یې هم خرابېږي غوښتنه کوو چې تورخم خلاص کړئ.»
بلخوا د اقتصادي چارو کارپوه عارف نوري د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر ارزښت ټینګار کوي او وایي، د کرنیزو محصولاتو او د سوداګرۍ د پراختیا لپاره باید له تورخم، سپین بولدک او غلام خان لارو سربېره له منځنۍ اسیا سره بدیلې لارې چارې ولټول شي.
نوري زیاتوي: «موږ په ټینګار سره ویلي چې سوداګري باید له سیاست څخه جدا وي، خو متاسفانه پاکستان تل سوداګري د سیاست ښکار کړې او دغه راز طالبان هم په ښه حکومتولۍ نه پوهېږي چې له امله یې هر کال د افغانستان تازه مېوې د لارو د بندېدو له امله ضایع کېږي او زیان یې هم سوداګر او هم باغدار ته رسېږي لاره ده چې هوایي دهلېزونه او دغه راز پر نور بدیلو سوداګریزو لارو کار وشي.»
بلخوا د طالبانو د سوداګرۍ وزارت وایي، د هغو ۸۰۰۰ کانټینرو په اړه چې په پاکستان کې بند پاتې دي، له پاکستاني چارواکو سره په خبرو بوخت دي چې حل لار ورته ومومي.
د طالبانو او اسلام اباد ترمنځ له نښتو او ناندریو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریز بهیر په ټپه درېدلی او په وینا یې د کابل او اسلام اباد ترمنځ سیاسي ترینګلتیا مخامخ د دوی پر سوداګرۍ او کاروبار ناوړه اغېز کړې او دغه راز سوداګرو ته ویل شوي چې تر بلې خبرتیا پورې دواړو خواوو ته د سوداګریزو مالونو له وړلو ډډه وکړي.
