د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي چې که طالبان او پاکستان موافقه وکړي، ایران د شخړې د کمښت په موخه د دواړو هیوادونو تر منځ منځګړیتوب ته چمتو دی.
نوموړي نن (دوشنبه، ۱۹ د لړم) په یوه خبري غونډه کې ویلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د طالبانو او پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره جلا-جلا خبرې کړي او د «زیاتیدونکې شخړې د مخنیوي او د مسلې د حل په موخه یې د هر ډول زمینې برابرولو» لپاره د ایران چمتووالی اعلان کړی.
بقایي ویلي: «موږ په خپلو ختیځو پولو کې د هر ډول شخړې د زیاتېدو په تړاو اندېښمن یو؛ یوازې د ګاونډیتوب خبره نه ده بلکې دلیل یې دادی چې پاکستان او افغانستان دوه مسلمان هیوادونه دي او له ایران سره ژورې تاریخي، کلتوري او دیني اړیکې لري.»
ده ټینګار کړی چې د ایران په ختیځو پولو کې هر ډول ناامني کولای شي د ټولې سیمې امنیت اغېزمن کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، ایران د اختلاف له پیل راهیسې دواړه لورې زغم ته رابللي او همدا راز چمتو دی چې د دواړو هیوادونو تر منځ د شخړې د مخنیوي لپاره رول ولوبوي.
د طالبانو او پاکستان تر منځ شخړه د وروستیو میاشتو پر مهال زیاته شوې او تر اوسه خبرو-اترو کومه پایله نه ده ورکړې. د دواړو لورو تر منځ د قطر او ترکیې په منځګړیتوب په دوحه او استانبول کې درې پړاوه مذاکرات وشول، مګر وروستی پړاو چې د تېرې جمعې په ورځ پای ته ورسېد، له کومې نهایي هوکړې پرته پای ته ورسېد.
تر دې وروسته د پاکستان د دفاع وزیر اعلان وکړ چې اوس مهال د مذاکراتو هیڅ کومه بله برنامه نه شته. مګر په عین مهال کې د ترکیې او ایران په شمول یو شمېر سیمهییزو هیوادونو د خبرو د بیرته پیلولو لپاره منځګړیتوب ته چمتووالی ښوولی.
