اطلاعات روز: د کډوالۍ نړيوال سازمان وايي، هغه کورنۍ چې په زلزله کې یې هر څه له لاسه ورکړي، د ژمي په رانږدې کېدو سره د ګرم پاتې کېدو لپاره هڅه کوي.
یاد سازمان ویلي، چې له زرو څخه ډېرو کورنيو سره یې بيړنۍ مرستې کړي، خو لا هم عاجلې او زياتې مرستې ته اړتيا ده.
د تېرې اونۍ یکشنبې شپه د هیواد شمالي ولایتونه د ۶.۳ درجې زلزلې ولړزول.
د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې، دې زلزلې په سمنګان کې ۲۵ مړه او نږدې ۱۰۰۰ نور یې ټپیان کړي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر په یوه راپور کې ویلي، چې لومړني ارزونه ښیې چې ۳۰۵ کورونه ویجاړ شوي او ۴۹۰ نور زیانمن شوي دي.
