د «ورلډ ویژن» په نوم مرستندوی سازمان ویلي چې افغانستان د نړۍ په کچه د خوړو له بدترین کړکېچ سره مخ دی.
دې بنسټ نن (دوشنبه، ۱۹ د لړم) پر ایکس لیکلي چې په افغانستان کې تر پنځه کلنۍ کم عمره درې میلیون او ۷۰۰ زره ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي، په داسې حال کې چې د خدماتو وړاندې کولو لپاره مرستې پر کمېدو دي.
دې سازمان زیاته کړې چې په دې لړ کې یو میلیون ماشومانو ډېر زیات وزن بایللی دی.
ورلډ ویژن سازمان همدا راز ویلي چې په افغانستان کې یو میلیون او ۲۰۰ زره شیدې ورکوونکې میندې هم له خوارځواکۍ سره مخ دي.
دې سازمان زیاته کړې چې د بودجې د کمښت او لاسرسي د ستونزو له امله د خوړو ۳۰۵ مرکزونه تړل شوي او اوسنۍ بودجه یوازې ۳۰ سلنه اړتیاوې پوره کوي.
ورلډ ویژن ویلي چې له نورو نړیوالو بنسټونو سره یو ځای پر هیوادونو غږ کوي چې «د اقدام وخت همدا دی».
دې بنسټ ویلي: «وږي او خوارځواکي ماشومان صبر نشي کولای.»
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په هیواد کې د فقر او بېکارۍ د زیاتوالي له امله خوارځواکي په ځانګړې توګه د ماشومانو او میندو تر منځ زیاته شوې ده.
په عین مهال کې له افغانستان سره بشرپالې مرستې هم کمې شوې دي او له همدې کبله مرستندوی بنسټونه هم په خوارځواکۍ اخته وګړو ته لازم خدمات نشي برابرولای.
