د افغانستان د فوټسال تر ۱۷ کلنۍ کم عمره لوبډله په اسیایي لوبو کې تر اتلولي وروسته افغانستان ته راغله او خلکو یې تود هرکلی وکړ. د هیواد په ګوټ-ګوټ کې په زرګونو کسان لارو او کوڅو ته راووتل او د افغانستان د فوټسال لوبډلې په اتلولي یې خوښۍ وکړې. معمولا د افغانستان د خلکو تر منځ کم داسې فرصتونه موندل کېږي چې تر ټولنیزو او قومي کرښو واوړي او د هیواد په کچه یې لمانځنه وشي.
مګر د خوشالۍ په دې فرصت کې د طالبانو ځینو غړو هم هڅه وکړه چې سیاسي ګټه ترې واخلي. په خوست کې په زرګونو خلک د دې لوبډلې هرکلي ته راوتلي وو، خو په دې منځ کې حقاني شبکې هم د لوبغاړو تر منځ د خپل مشر سراج الدین حقاني انځور هم د هرکلي کوونکو منځ ته راووړ. د افغانستان د فوټسال تر ۱۷ کلنۍ کم عمره لوبډله چې ښایي تر دې وړاندې یې هیڅکله هم لنګوټه نه وي پر سر کړې، په دې ځل یې د حقاني شبکې د غړو تر منځ دود لنګوټه (توره لنګوټه چې سپینې لیکې پکې تېرې شوې دي) هم پر سر کړه. ښکاره خبره وه چې حقاني شبکې غوښتل خلکو ته دا تصور ورکړي چې د طالبانو د حکومت ختیځه ډله (حقانیان) په افغانستان کې ملي خوښۍ نمانځي، خو کندهارۍ حلقه دا کار نه کوي، له دې سره-سره حقاني شبکه تر خپل تاوتریخجن هویت تېره شوې او اوس د سیاست او حکومتولۍ یوه بل پړاو ته ننوتلې. په خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې د حقاني شبکې غړو صحنې په داسې توګه تنظیم کړي چې د حقاني انځور د خلکو تر منځ په ښه ډول ښکاره شي.
حقاني شبکې چې د جمهوریت پر مهال یې پر ملکي او نظامي اهدافو «تر ټولو خونړي» ځانمرګي بریدونه کړي وو، اوس غواړي چې د ورزش له لارې د خلکو په ذهن کې د ځان په تړاو «نرم» او «ولسي» څېره جوړه کړي.

څارونکي په دې اند دي چې حقاني شبکه د کرکټ او فوټسال د لوبډلو له لارې غواړي چې خپل هغه انځور بدل کړي چې کلونه له چاودنو، ځانمرګو بریدونو او تاوتریخوالي سره تړلی و. دا شبکه هڅه کوي چې په افغانستان کې د ورزش له پراخ محبوبیت څخه په استفادې ځان د ورزش او ځوانو استعدادونو د ملاتړي په توګه معرفي کړي، تر څو په دې توګه په ټولنه کې خپل مقام نور هم ټینګ او غښتلی کړي. په حقیقت کې له تورو لنګوټو او د سراج الدین حقاني له بینر سره د ځوانو لوبغاړو راڅرګندول، تصادف نه دی بلکې د طالبانو د یوې «تر ټولو خشنې» ډلې د «نرمې شوې څیرې» د ښودلو هدفي پروژه ده او دا هم په داخل او هم په بهر کې مخاطبینو ته خپل پیغام لري. دا په داسې حال کې چې د کندهار د حلقې مشران له وخته د ورزش په تړاو بې پروا دي او په دې وروستي ځل یې هم کوم مثبت غبرګون نه دی ښودلی. سراج الدین حقاني د خلکو تر منځ له محبوبو شیانو او پېښو لکه د ورزشکارانو ملاتړ څخه په استفادې غواړي خان د «یوه عملګرا او ولسي» کس په توګه معرفي کړي؛ مګر د هبت الله په مشرۍ د کندهار حلقه لا هم پر موډرنتوب مخالفې تګلارې ټینګ دي. له ورزش څخه د حقاني ملاتړ په حقیقت کې د طالبانو د سنتي رهبرۍ په ځانګړې توګه په کندهار کې د اوسني رهبر پر وړاندې د خپل ټولنیز حیثیت د موندلو یوه لویه پروژه ده.
نیوکې
کابل ته د دې لوبډلې تر راتلو وروسته هغوی د طالبانو کورنیو چارو وزارت ته وغوښتل شول چې له سراج الدین حقاني سره عکس واخلي. ده ورسره ستړې مشې وکړه او یادګاري عکس یې ورسره واخیست. د دې لیدنې انځورونه او ویډیوګانې د افغانستان پر ټولنیزو رسنیو په پراخه توګه خپاره شول او پراخ غبرګونونه یې راوپارول. یو شمېر کارندو پر دې اقدام نیوکې وکړې او ویې ویل چې لوبغاړي باید د حقاني شبکې د «خونړیو» کارنامو د «سپینولو» لپاره «تبلیغاتي» ابزار نه وي.
نیوکه کوونکي چې کوم څه ته متوجې نه دي، هغه دادي چې د جمهوریت پر مهال د حقاني شبکې «وحشت او رعب» ته په پام د هغوی اوس مهال د کورنیو چارو وزارت په لاس کې دی او همدا راز د استخباراتو په ریاست او ځانمرګو بریدګرو کې هم پراخ نفوذ لري. په داسې حالت کې د سراج الدین حقاني چې د طالبانو تر منځ په «خلیفه» مشهور دی، بلنه ردول د لوبغاړو لپاره بدې پایلې لرلای شي. له دې سره-سره د افغانستان د فوټسال تر ۱۷ کلنۍ د کم عمره لوبډلې لوبغاړي په اقتصادي لحاظ د ټولنې له ټیټې طبقې څخه دي او په ډېرو کمو امکاناتو تر دې کچې رسېدلي؛ طبیعي خبره ده چې د داسې فشارونو پر وړاندې بل انتخاب نه لري. د طالبانو په حکومت کې هر ډول مخالفت یا اعتراض د نیونې، شکنجې او حذف له خطر سره مل دی. د ورزشي برخې شنونکي په دې اند دي چې که د فوټسال لوبغاړو له سراج الدین حقاني سره له لیدنې ډډه کړې وای، شونې وه چې هغوی له لوبډلې ایستل شوي وای او حتا د حقاني شبکې له ځواکونو سره یې د مخامخېدو شونتیا وه.

د حقاني شبکې مشرانو پخوا د کرکټ د ملي لوبډلې له لوبغاړو سره هم ورته چلند کړی دی. درې کاله وړاندې له حقاني سره د کرکټ د لوبغاړو انځور خپور شو او د طالبانو د مخالفینو تر منځ یې نیوکې راوپارولې. تېر کال چې کله د افغانستان د کرکت مشهور لوبغاړی راشد خان تر څلورو کلونو وروسته افغانستان ته راغی، له انس حقاني سره یې وکتل او پر دې هم پراخې نیوکې وشوې. په تبعید کې یو شمېر وګړو د کرکټ د ملي لوبډلې د تحریمېدو غوښتنه وکړه او دلیل یې دا وایه چې دا لوبډله طالبانو ته نږدې شوې ده.

د طالبانو مخالفین د کرکټ او فوټسال د لوبډلو له لوبغاړو غواړي چې له طالبانو سره مخالفت وکړي او د هغوی د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځینه حقونو د نقض له کبله د هغوی پر وړاندې ودرېږي، مګر دا چاره د ورزشکارانو لپاره ناشونې برېښي. دا ځوان لوبغاړي له زیاتو اقتصادي ستونزو سره-سره توانېدلي چې اوسني مقام ته ورسېږي او په داسې حال کې چې د لوبو عمر یې لنډ وي، خو بیا هم منتقدین ترې غواړي چې د خپل لوبیز عمر په اوج کې د هغې ډلې پر وړاندې ودرېږي چې د دوو لسیزو د جګړې، چاودنو او ځانمرګو بریدونو تجربه لري. ډېری منتقدین چې په امن اروپایي او امریکایي هیوادونو کې ژوند کوي او له هغه ځایه غوښتنې کوي، د هغو لوبغاړو د ژوند شرایط نه درک کوي چې په افغانستان کې او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند کوي؛ ځیني وختونه د قضاوتونو پر مهال دا تفاوت له پامه لوېږي.
