ملګري ملتونه: اقلیمي بدلونونه هر کال په افغانستان کې ۲۰۰ زره تنه اغېزمنوي

Photo: IOM/Marjan Wafa

د ملګرو ملتونو پرمختیایي برنامه وایي چې اقلیمي بدلونونه هر کال په افغانستان کې ۲۰۰ زره تنه اغېزمنوي.

دې بنسټ نن (یکشنبه، ۲۵ د لړم) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې افغانستان یو له هغو هیوادونو دی چې په نړیواله کچه د هوا په ګرمولو کې تر ټولو کمه ونډه لري، مګر تر ټولو لوړه بیه یې پرې کوي.

د ملګرو ملتونو پرمختیایي برنامې ویلي چې اقلیمي بدلونونه د کرنیزو محصولاتو د کمښت او د طبیعي افتونو د زیاتوالي لامل شوي او د خلګو ژوند او معیشت یې ګواښلی دی.

د دې بنسټ له راپور سره سم، په افغانستان کې تر ۱۹۵۰ کال وروسته د هوا کچه تقریبا ۱.۸ سانټي ګراډه ګرمه شوې او د ناڅاپي سیلابونو د راوتلو، وچکالۍ، واورې ښویدنې او ږلۍ اورېدلو لامل شوې ده او اوس مهال هر کال د ۲۰۰ زره خلګو ژوند اغېزمنوي.

د ملګرو ملتونو پرمختیایي برنامې ویلي چې په افغانستان کې اوږده وچکالي د باران د کمښت له امله ده او د کنګلونو چټکه ویلېدنه ویجاړوونکي سیلابونه را پیدا کوي.

د دې ادارې په وینا، د لسیزو تر جګړو وروسته او د پانګې د کمښت له امله په افغانستان کې ډېری ټولنې له دې شرایطو سره مقابلې کولو ته چمتو نه دي.

د ملګرو ملتونو پرمختیایي برنامې ویلي چې له اقلیمي بدلونونو سره د سازګارو برنامو په جوړولو او له نوې کېدونکې انرژۍ په استفادې د افغانستان له خلګو سره مرسته کوي چې له اقلیمي بدلونو سره مبارزه وکړي او هڅه کوي چې د وچکالۍ او هغو طبیعي افتونو په وړاندې د دوی د مبارزې وړتیا پیاوړې کړي چې له اقلیمي بدلون څخه راپیدا کېږي.

ملګري ملتونه دا خبرې په داسې مهال کې کوي چې په همدې ورځو کې د ملګرو ملتونو دېرشمه اقلیمي غونډه (کوپ ۳۰) په برازیل کې روانه ده، مګر له افغانستانه پکې هیڅ استازي ګډون نه دی کړی.

ملګرو ملتونو طالبان د داخلي او نړیوال مشروعیت د نه لرلو له امله نه دې وربللي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه