افغانستان د هغو هیوادونو په لړ کې راغلی چې د لوږې کچه پکې «سخته اندېښمنوونکې» ښوول کېږي

Photo: WFP

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرهڼې سازمان (فائو) او د خوړو نړیوال پروګرام په خپل نوي راپور «د لوږې د کړکېچ نقاط» کې ویلي چې افغانستان د کنګو د ډیموکراټیک جمهوریت، میانمار، نایجیریا، سومالیا او سوریې تر څنګ د هغو هیوادونو په کتار کې دی چې د لوږې کچه پکې «ډېره اندېښمنوونکې» ده.

د دې راپور له مخې، د افغانستان په شمال او لوېدیځ کې وچکالي د کرنیزو محصولاتو او څړځایونو د کمښت لامل شوې او د دې هیواد په ختیځ کې زلزلې هم خوړو ته د کورنیو لاسرسی تضعیف کړی دی.

همدا راز په دې راپور کې ویل شوي چې هایټي، مالي، فلسطین، جنوبي سوډان، سوډان او یمن هغه هیوادونه دي چې وګړي یې «په لنډ مهال کې د لوږې له فاجعه ناک خطر» سره مخ دي.

له دې راپور سره سم، ځیني هیوادونه لکه بورکینا فاسو، چاد، کېنیا او په بنګله دېش کې د روهینګیا پناه غوښتونکو وضعیت هم په نړیواله کچه د غذایي امنیت یوه د «بحران نقطه» ده.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرهڼې سازمان او همدارنګه د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې په دې ۱۶ هیوادونو کې حاد غذایي امنیت مخ پر بدتر کېدو دی او شونې ده چې میلیونونه نور وګړي هم له کاختي او یا د کاختۍ له خطر سره مخ شي.

د دې دوو ادارو په وینا، له دې ۱۶ هیوادونو په ۱۴ هیوادونو کې تاوتریخوالی او جګړه د لوږې لومړني لاملونه دي.

دې بنسټونو ټینګار کړی چې د کومو سیمو په تړاو اندېښنې زیاتې دې، په هغو کې د لوږې د مخنیوي لپاره وخت په چټکۍ له لاسه وزي او نښتو، اقتصادي ټکانونو، سختېدونکې هوا او اقلیم او د بودجې کمښت کړکېچن شرایط نور هم بدتر کړي دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرهڼې سازمان او د خوړو نړیوالې ادارې ویلي چې که څه هم په پراخه کچه ژغورونکې مرستې په چټکۍ رسول کېږي، مګر بیا هم بشرپالې بودجه بسنه نه کوي.

د دې بنسټونو له راپور سره سم، د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر تر پای پورې له هغو افرادو سره د مرستې لپاره چې له زیات خطر سره مخ وو، له ۲۹ میلیارد ډالو څخه یوازې ۱۰.۵ میلیارد ډالر تر لاسه شوي.

د دې ادارو په راپور کې ویل شوي: «د بودجې زیات کمښت بېړني غبرګونونه فلج کړي او له همدې امله ونډې کمې شوې او خوړو ته یې د زیانمنېدونکو ډلو لاسرسی محدود کړی دی؛ له پناه غوښتونکو سره د خوړو مرسته مخ پر پاشل کېدو ده.»

دوی ویلي چې په ډېری بحراني نقاطو کې د مرستې رسول کم شوي او د خوړو نړیوال پروګرام اړ شوی چې پناه غوښتونکو او بې ځایه شویو ته د مرستو رسول کم او د خپلو اهدافو لپاره معیارونه نور هم سخت کړي.

له دې راپور سره سم، په عین مهال کې په ځینو هیوادونو کې په ښوونځیو کې د خوړو مهمې برنامې هم درول شوې دي او ماشومان، پناه غوښتونکي او بې ځایه شوې کورنۍ له سخت خطر سره مخ دي.

فائو خبرداری ورکړی چې د بودجې کښت همدا راز د کرنیزو معیشتونو د خوندیتوب هڅې چې د خوړو د تولید او د تکرارېدونکو کړکېچونو د مخنیوي لپاره اړین دي، سختې کمزورې کړې دي.

د خوړو د نړیوال پروګرام اجرایوي مدیرر سنډي مک کین ویلي: «موږ د لوږې له یوه داسې ناورین سره مخ یو چې په بشپړه توګه یې اټکل کېدلای شي، خو د لوږې پراخ خطر څو هیوادونه ګواښي.»

ده ویلي: «میندې خواړه نه خوري تر څو یې اولادونه خوراک وکړي او کورنۍ د ژوندي پاتې کېدو لپاره هر هغه څه لګوي چې لري یې. موږ سمدستي نوې بودجې او بې خنډه لاسرسي ته اړتیا لرو او بل هر ډول ځنډ، بې ثباتي، کډوالي او جګړه به دا شمیرې نورې هم زیاتې کړي.»

فائو او د خوړو نړیوال پروګرام ټینګار کړی چې کاختي د مخنیوي وړ ده، مګر یوازې د سیاسي ادارې، رهبرۍ، کافي مالي تأمین او ګډ مسولیت منلو له لارې.

دوی ټینګار کړی چې د میلیونونو وګړو د ژوند برخلیک په غوڅ اقدام پسې تړلی دی.

د ملګرو ملتونو دې دوو ادارو له دولتونو، مرستندویانو او شریکانو غوښتي چې د خوړو د امنیت د مرحله‌ییزې طبقه بندۍ خبرداري ورکوونکو سیسټمونو او نورو راپورونو ته پام وکړي او ژر تر ژره د فاجعې تر پېښېدو وړاندې اقدام وکړي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه