اسلام اباد د طالبانو او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب لپاره د ایران د وړاندیز هرکلی کړی

اطلاعات روز: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي ویلي، چې پاکستان د اسلام اباد او کابل ترمنځ د منځګړیتوب لپاره د ایران د وړاندیز هرکلی کوي او «ترې ډډه به ونه کړي».

د ډان نیوز د راپور له مخې، اندرابي ویلي چې پاکستان تل د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې د مسلو د سوله ییز حل موندلو ملاتړ کړی دی. هغه د ایران د منځګړیتوب له وړاندیز مننه کړې.

اندرابي د یوې پوښتنې په ځواب کې، چې ګواکې تهران د اسلام‌اباد او د افغانستان د طالبانو تر منځ د منځګړتوب لپاره د یوې سیمه‌ییزې ناستې د جوړولو هڅه کوي، وویل: «موږ باور لرو چې ایران کولی شي مهم رول ولوبوي.»

هغه زیاته کړې، چې پاکستان به د ایران له منځګړتوب څخه هېڅ ډډه ونکړي، «ځکه د افغانستان له اړخه د ترهګرۍ په اړه دوسیه ډېره پیاوړې ده.»

پاکستان وايي، چې غواړي طالبان د ډیورنډ کرښې پورې غاړه ترهګرۍ د مخنیوي لپاره اقدام وکړي؛ خو افغان طالبان د اسلام اباد دا ادعا ردوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کیږي.

د لړم میاشت په منځ کې د اسلام‌اباد او کابل تر منځ د خبرو درېیم پړاو چې په استانبول کې د ترکیې او قطر په منځګړیتوب ترسره شو، چې بې له هر ډول هوکړې پای ته ورسید.

دا خبرې اترې د اکټوبر په میاشت کې د دواړو خواوو ترمنځ د مرګونو نښتو وروسته وشوې.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه