ننګرهار کې د ترافیکي پېښې له امله یوه ښځینه ډاکټره او یو ماشوم مړه او اووه نور ژوبل دي

ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایي چې د تورخم-جلال اباد پر لویه لاره د ترافیکي پېښې له مله یوه روغتیاپاله او ماشوم مړه شوي او شپږ نورې روغتیاپالانې او موټر چلوونکی ژوبل شوي.

د یاد ولایت لپاره د طالبانو د پولیسو ویاند سید طیب حماد وایي چې پېښه نن مازدیګر (دوشنبه، ۲۶ د لړم) د لعلپورې او مومندرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل-جلال اباد پر لویه لاره رامنځته شوې.

د هغه په خبره په سیمه کې د ښځینه روغتیایي کارکوونکو «بکسه» ډوله او یوه بل «کرولا» موټر ټکر کړی.

نوموړي ویلي چې ژوبل کسان د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي او وضعیت یې د ډاډ وړ بلل شوی دی.

ورته مهال د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست یوې روغتیایي سرچینې اطلاعات روز ته ویلي چې د ښځینه روغتیاپالانو یادې ډلې په تورخم کې راستنېدونکو کډوالو ته د یوې مرستندویه موسسې په ملاتړ روغتیایي خدمات وړاندې کول.

دا په تېرو دوو ورځو کې څلورمه ترافیکي پېښه ده چې د ننګرهار او لغمان ولایتونو په مربوطاتو کې رامنځته کېږي او له کبله یې لس کسان مړه او نهه نور ټپیان شوي دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه