د ایران سفیر: د اقتصادي اهدافو په خاطر تر بل هر وخت زیات د افغانستان تر څنګ ولاړ یو

Photo: @IRANinKabul

په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي وایي چې د دې هیواد دولت او خصوصي سکتور تر بل هر وخت په زیاته کچه د ګاونډیتوب او اقتصادي موخو د مخته وړلو لپاره د افغانستان د خلګو او واکمنو تر څنګ دي.

د ایران سفیر نن (دوشنبه، ۲۶ د لړم) په کابل کې د «امام ابو حنیفه د ملي او نړیوال نندارتون» د پرانیستې پر مهال ویلي چې ایران د افغانستان په اقتصادي ټیکاو او پرمختګ کې خپل رول ادا کوي.

ده ویلي: «د ایران علمي، تخنیکي، صنعتي او کرنیز ظرفیت او د لوژستیک په برخه کې د ایران د حمل و نقل وړتیاوې د افغانستان د خلګو په خدمت کې دي، په دې لړ کې به له عباس بندر، چابهار بندر، لارو او د اورګاډو له پټلیو ګټه اخیستل کېږي.»

د ایران سفیر د دې هیواد خصوصي سکتور رابلی چې «تر پخوا په زیاته کچه» د افغانستان په نویو اقتصادي بدلونونو کې فعاله ونډه ولري.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي هم په دې مراسمو کې وویل چې د دې ډلې او ایران تر منځ د سوداګرۍ کچه لوړه شوې ده.

ښاغلي عزیزي وویل چې له ایراني چارواکو سره یې هوکړه کړې چې د سوداګریزې راکړې-ورکړې د پراختیا لپاره به پر پوله پر پل ابریشم سیمه یوه بله ځمکنۍ لار هم پرانیزي.

ده ویلي چې تر دې وړاندې سوداګریزه راکړه-ورکړه ۳۰۰ کانټینره وه، خو د نوې ځمکنۍ لارې تر جوړېدو وروسته به سوداګریزه راکړه-ورکړه له زرو تر دوو زرو ټانکرونو پورې لوړه شي.

ایراني او طالب چارواکي په داسې حال کې د سوداګریزې راکړې-ورکړې د زیاتوالي خبره کوي چې طالبانو له پاکستان سره د شخړې له امله د وارداتو او صادراتو لپاره د نویو لارو لټون پیل کړی.

د طالبانو د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر یوه اونۍ وړاندې د افغانستان له سوداګرو او صنعتکارانو وغوښتل چې د پاکستان پر ځای نورې بدیلې لارې انتخاب کړي.

ده ویلي چې د پاکستان پر ترانزیټي او سوداګریزو لارو اتکا د افغانستان سوداګر زیانمن کړي او بازارونو او خلګو ته یې ستونزې پیدا کړې.

شاوخوا یوه میاشت وړاندې چې کله د پاکستان او طالبانو تر منځ پر ډیورنډ کرښه نښتې وشوې، پاکستان له افغانستان سره ټولې لارې وتړلې.

تر دې وروسته د دواړو لورو تر منځ سوداګري او ترانزیټ په بشپړه توګه ولاړ دي او هغه بار وړونکي موټر چې توکي پکې بار و او غوښتل یې پاکستان ته یې واړوي، بیرته له لارې راګرزېدلي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه