زابل کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ د لومړۍ حوزې امریت خبر ورکړی د دې ولایت په مرکز کلات ښار کې د محمدهاشم په نوم یو تن نادرکه شوی و چې وروسته یې جسد په داسې حال کې موندل شوی چې سر یې پرې شوی و.
د طالب مسوولینو په وینا، دا کس چې د خوراکي توکو په منډۍ کې یې دوکانداري کوله، له خپل ځای کار څخه پرون (یکشنبه، ۲۵ د لړم) نادرکه شوی و او نن یې جسد د کلات په «خالا» کلي کې په داسې حال کې موندل شوی چې په چړو وهل شوی و او سر یې هم پرې شوی و.
طالب مسوولینو ویلي چې یاد جسد یې تر موندلو وروسته مرکز کلات کې ولایتي روغتون ته انتقال کړی او د قاتلینو د نیول کیدو هڅې روانې دي.
تر اوسه د دې وژنې د لامل په اړه څه نه دې ویل شوي، مګر پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د فقر او بېکارۍ کچه لوړه شوې او ورسره هممهاله جنایي پېښې هم زیاتې شوې دي.
