طالبانو زابل کې ۱۹ کسان په درو وهلي

زابل کې د طالبانو د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر وايي چې په دې ولایت کي د دې ډلې د ستري محکمې له خوا د یوې ښځې په ګډون ۱۹ کسان په درو وهل شوي دي.

یاد دفتر ویلي چې دا کسان نن (دوشنبه، ۲۶ د لړم) د خلکو تر مخ د «زنا»، غلا، جنسي تېري او «غیر اخلاقي اړیکو» د لرلو په تور په درو وهل شوي دي.

د طالبانو سترې محکمې ویلي چې یاد کسان یې له ۱۰ څخه تر ۳۹ درو پورې وهلي او ځیني یې له ۱۰ میاشتو څخه تر شپږو کلونو پورې په بند محکوم کړي.

د یادونې وړ ده چې طالبان وخت ناوخته په بېلابېلو تورونو خلګ په عام محضر کې د نندارچیانو په وړاندې مجازاتوي، که څه هم د دې ډلې پر دې کار د بشري حقونو ډلو او نړیوالو ادارو نیوکې کړې دي او دا کار یې د بشري وقار سپکاوی ګڼلی، خو د طالبانو له لوري داسې سزاوې لا هم دوام لري.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه