د روسیې او ایران د بهرنیو چارو وزیران د طالبانو او پاکستان تر منځ د شخړې په اړه غږېدلي

Photo: @mfa_russia

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت سرګئي لاوروف د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره د طالبانو او پاکستان تر منځ د شخړې په شمول د سیمه‌ییزو مسایلو په تړاو خبرې کړې دي.

دې وزارت نن (دوشنبه، ۲۶ د لړم) پر ایکس ټولنیزې شبکې د دې خبرو په اړه معلومات ورکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم دا خبرې تایید کړې دي او ویلي یې دې چې عراقچي «د سیمې د سولې او ټیکاو لپاره له سیمه‌ییزو هیوادونو سره د ایران ډیپلوماټیکو هلو-ځلو ته په اشارې د ټولو ښکېلو اړخونو په ګډون سره د دې بهیر پر ارزښت او پیاوړتیا ټینګار کړی دی».

دې وزارت ویلي چې سرګئي لاوروف هم «د سیمه‌ییزې همکارۍ او مشورې د چوکاټ د جوړېدو هرکلی کړی او له ایران سره یې د نژدې همغږیو د دوام لپاره د مسکو چمتووالی اعلان کړی».

د ایران د بهرنیو چارو وزیر تېره اونۍ هم د روسیې د بهرنیو چارو او یو شمېر نورو هیوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د طالبانو او پاکستان تر منځ د شخړې په اړه خبرې کړې وې.

عراقچي تېره ورځ وویل چې د دې شخړې په تړاو به یوه سیمه‌ییزه غونډه هم راوبولي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه