اطلاعات روز: نيمروز کې د طالبانو ځایي مسوولین خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې د زرنج – دلارام پر لویه لار ۴۸ قلمه تاریخي اثار نیول شوي دي.
په دې ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس حبیب الرحمن وایي، چې دغه اثار تېره ورځ (یکشنبه، ۲۵ د لړم) په یاده سیمه کې د انتقال پر مهال طالب ځواکونو کشف او ضبط کړي دي.
نوموړی زياتوي، نيول شوي اثار ۴۸ قلمه او د مختلفو دورو اړوند دي، چې د نيمروز د اطلاعات کلتور محلي موزيم ته سپارل شوي دي.
د طالبانو دغه مسوول نه دي ويلي، چې د ياد اثارو د قاچاق په تور يې څوک نيولي او که نه، خو زیاتوي د رهبرۍ د فرمان له مخې به هيچا ته اجازه ور نه کړي چې تاريخي اثار قاچاق کړي.
