اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو پولیس وایي، چې د دغه ولایت په سرهرود او درهنور ولسوالیو کې د جلا ترافیکي پېښو له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
ننګرهار کې د طالبانو امنیې قومندانۍ ویاند سید طیب حماد وایي، لومړۍ پېښه د سرهرود ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوه پرېس موټر د چپه کېدو له امله شوې چې یو کس په کې مړ شوی دی.
نوموړی زیاتوي چې دویمه پېښه بیا د درهنور ولسوالۍ اړوند په «بمبهکوټ» سیمه کې د یوه اکوا موټر د چپه کېدو له امله شوې، چې پر مهال یې یوې ښځې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د هغه په ویان چې دواړه پېښې نن (دوشنبه، ۲۶ د لړم) رامنځته شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د یو ټوډي موټر د چپه کېدو په پېښه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
