اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، چې د افغانستان په ختیځ کې زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د غوښتل شویو ۱۱۱ میلیونه ډالرو څخه یوازې ۳۵ میلیونه ډالر ترلاسه شوي دي.
دغه دفتر نن (دوشنبه، ۲۶ د لړم) ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې د زلزلې راهیسې ۲۱۱ زره کسانو سره مرسته شوې ده.
خو د اوچا په وینا، د مرستو لپاره بودیجه خورا کم ده او خلک د ژمي تیریدو لپاره نور ملاتړ ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې یوې بلې ویجاړونکې زلزلې د افغانستان شمالي برخې ولړزولې، چې په سمنګان او بلخ ولایتونو کې یې مرګ ژوبله او زیانونه واړول.
د زلزلې سربیره، د ګاونډیو هیوادونو څخه د کډوالو راشړل هم روان دي. په تیرو دوو کلونو کې له ایران او پاکستان څخه له څلورو ملیونو څخه ډیر خلک را ایستل شوي دي.
طبیعي پیښو، وچکالۍ او د نړیوالو مرستو کمښت په افغانستان کې بشري بحران لا پسې خراب کړی دی.
