د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په ټیلیفوني تماس کې د «دوه اړخیزو همکاریو د وضعیت او همدارنګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو تعاملاتو» په اړه خبرې کړې دي.
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، عراقچي د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سولې او ثبات د ټینګېدو پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو په چوکاټ کې باید سلا-مشورې او خبرې-اترې لا پیاوړې شي.
متقي هم د ترسره شوو ډیپلماتیکو هڅو قدرداني کړې او د سیمې د سلا-مشورو هرکلی کړی دی.
عباس عراقچي د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا په اړه د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سره هم خبرې کړي دي.
هغه پرون د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا په تړاو د یوه سیمهییز کنفرانس د جوړېدو یادونه هم کړې وه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي ویلي چې اسلاماباد د منځګړیتوب لپاره د ایران د وړاندیز هرکلی کوي او «ضایع به نشي».
د ډان نیوز د راپور له مخې، اندرابي ویلي چې پاکستان تل د خبرو او دیپلوماسۍ له لارې د شخړو د سولهییزې حللارې پلوي دی. هغه د ایران د منځګړیتوب د وړاندیز مننه کړې وه.
اندرابي د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ګواکې تهران د اسلاماباد او د افغانستان د طالبانو ترمنځ د منځګړیتوب په تړاو پر یوه یوه سیمهییز کنفرانس کار کوي، ویلي و: «موږ باور لرو چې ایران کولای شي مهم رول ولوبوي.»
پاکستان وايي له طالبانو غواړي چې له پولو د اوښتونکې ترهګرۍ د مخنیوي لپاره اقدام وکړي؛ خو طالبان د اسلاماباد هغه ادعا ردوي چې وايي د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد بریدونو کې کارول کېږي.
د عقرب میاشتې په منځنیو وختونو کې د اسلاماباد او کابل ترمنځ درېیم پړاو خبرې چې په استانبول کې د ترکیې او قطر په منځګړیتوب شوې وې، بې له کومې هوکړې پای ته ورسېدې.
دا خبرې وروسته له هغه ترسره شوې چې په اکتوبر میاشت کې د دواړو لورو ترمنځ خونړۍ نښتې وشوې.
