اطلاعات روز: اطلاعات روز داسې معلومات ترلاسه کړي، چې د پاکستان کېلې، مالټې، کېنو او نورې تازه مېوې په قاچاقي ډول د تورخم لارې هېواد ته را اړول کېږي.
یو سوداګر د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وویل، که څه هم طالبانو پر پاکستاني وارداتو بندیز لګولی، خو پاکستاني سوداګر په تورخم کې له یو شمېر ځایي طالب مسوولینو سره په همغږۍ د بېلابېلو تکتیکونو په کارولو سره د پاکستان تازه مېوې را واردوي او دلته یې په لوړه بیه پلوري.
سرچینه زیاتوي زیاتره تازه مېوې د طالبانو سره په همغږۍ د راستنېدونکو افغان کډوالو په موټرو کې په پټه راوړل کېږي او بیا له دې ځایه د هېواد بازارونو ته وړل کېږي.
سرچینې وویل: «زمونږ ګیله دا ده چې افغاني تازه مېوې او سبزیجات په تورخم کې خوسا شول او سوداګرو ته په میلیونونو ډالرو زیان ورسېده مونږ ته هیڅ اجازه نه شته چې خپلې تازه مېوې پاکستان ته واړوو، خو د پاکستان تازه مېوو ته بیا اجازه ورکول کېږي، دا خو بیخي له انصاف لېرې خبره ده له یوې میاشتې زیات وخت وشو دلته په سلګونه لارۍ له تازه مېوې بار ولاړې دي باید دا ستونزه حل شي.»
یو بل سوداګر چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي هم مني، چې د تورخم دروازې له لارې په بېلابېلو بهانو پاکستاني محصولات په ځانګړي ډول کېلې او کینو افغانستان ته را اړول کېږي.
دی زیاتوي، چې همدا اوس په پراخه کچه د پاکستان کینو او مالټې په قاچاقي لارو را اړول کېږي، خو د هېواد تازه مېوو پر مخ لارې تړلې دي. یاده سرچینه په دې برخه کې د طالبانو ځایي مسوولان ښکېل ګڼي، چې ګوندې د هغوی په سلاح مشوره او د پېسو په بدل کې دا چاره ترسره کېږي.
سرچینې زیاته کړه: «په همدې تورخم کې ورسره طالبان ملګري دي او د دوی په مشوره پاکستانۍ تازه مېوې په پرېمانه توګه افغانستان ته راوړل کېږي، د هر کارتن پر سره ورته له پنځه سوه افغانیو کمې پېسې نه ورکوي؛ غوښتنه کوو چې زمونږ تازه مېوې بندې دي باید پاکستان پر وړاندې هم جدي اقدام وشي او دې چارې پر طالبانو د خلکو باور بیخي کم کړی دی.»
په همدې حال کې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو امر قریشي بدلون هم مني، چې په دې وروستیو کې په تورخم کې له بېلابېلو لارو د پاکستان تازه مېوې په قاچاقي ډول را انتقال شوې دي.
د هغه په خبره تازه یې یو شمېر کسان نیولي چې یاده چاره یې ترسره کوله او له نیول شویو کسانو څېړنې پیل شوي تر څو د پرېکړې د سرغړونکو اصلي عاملین پیدا کړي.
بدلون زیاته کړه: «بلې په تورخم کې د پاکستان تازه مېوې هېواد ته په قاچاقي لارو راوړل کېدې، خو امنیتي منسوبینو په دې برخه کې چټک اقدام وکړ ځینې ګڼدي ماران او کراچۍ چلوونکي ونیول شول چې د دوی په وسیله به پاکستانۍ کېلې، مالټې او کینو راوړل کېده او دغه راز د ځینو راستنېدونکو کډوالو په موټرو کې هم دا کار کېده چې هغوی هم نیول شوي او څېړنې ترې روانې دي.»
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په دې وروستیو کې له پاکستان سره هر ډول سوداګري تړلې او طالبانو افغان سوداګرو ته یې درې میاشتې وخت ورکړی، چې پاکستان کې خپل حساب او کتاب راټول او د یاد هېواد پر ځای دې له نورو هېوادونو سره سوداګري پراخه کړي.
