فراه کې ځایي سرچینې وایي چې د دې ولایت د ګلستان ولسوالۍ په «دهک» کلي کې یو سړي خپله ښځه د چړو په ګوزارونو وژلې او خپله لور یې ټپي کړې ده.
یوې ځایي سرچینې اطلاعات روز ته ویلي چې پېښه نن (سېشنبه، ۲۷ د لړم) تر غرمې مخکې رامنځته شوې ده.
سرچینې زیاتوي، دې کس چې خپله لور یې هم ټپي کړې وه اوس مهال د ګلستان ولسوالۍ په کلینیک کې تر درملنې لاندې ده.
په فراه کې د طالبانو سیمهییزو مسوولینو هم دا پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې نوموړی سړی نیول شوی او پلټنې ترې کېږي.
د پېښې د انګېزې په اړه تر اوسه رسمي جزییات نه دې شریک شوي.
په دې وروستیو کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د کورني تاوتریخوالي د مرګ ژوبلو راپورونه زیات شوي چې لاملونه یې اقتصادي ستونزې، رواني فشارونه او ناسم کورني دودونه ګڼل کېږي.
