اطلاعات روز: په داسې حال کې چې په افغانستان کې د شپږم ټولګي څخه پورته نجونې د زده کړو له حق څخه محرومې دي، د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) سرپرستې جورجېټ ګانیون ټینګار کړی چې د افغانستان راتلونکی د ټولو لپاره په زده کړو پسې تړلی دی.
هغې په کاپیسا ولایت کې له هغو محلي ټولګیو څخه لیدنه کړې چې د یونیسف په ملاتړ د نجونو لپاره د زدهکړو پروګرامونه پکې عملي کېږي.
د یوناما مشرې د زده کړو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.
دا مهال په افغانستان کې د نجونو پرمخ یوازې تر شپږم ټولګي پورې ښوونځي خلاص دي.
طالبانو د بیا ځلي واک تر لاسه کولو راهیسې د شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له ښوونځي او پوهنتون څخه منعه کړې دي.
دې ډلې په نصاب کې هم لاسوهنه کړې او د مذهبي زده کړو محتوا یې زیاته کړې ده. د زده کړې څخه د نجونو د ایستلو سربیره، د زده کړو متخصصین د هلکانو د ایډیالوژیکي زده کړو په اړه هم اندیښمن دي.
