د طالبانو پلاوی د چابهار بندر د فعالولو او موثرې کارونې لپاره هند ته ولاړ

اطلاعات روز: د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي نن (چهارشنبه، ۲۸ د لړم) د یوه پلاوي په مشرۍ هند ته ولاړ.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دې سفر موخه د چابهار بندر د ظرفیتونو فعالول او اغېزمنه ګټه ترې اخیستل، د دې بندر له لارې د هندي پانګونو جلب او جذب او د افغانستان او هند ترمنځ د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ پراختیا په ګوته کړې.

دې وزارت زیاته کړې، چې د طالبانو پلاوی به د پراګتي میدان له نړیوال نندارتون څخه د لیدنې تر څنګ، د هند له چارواکو په ځانګړي ډول د بهرنیو چارو او سوداګرۍ له وزیرانو او همدارنګه له سوداګرو او پانګوالو سره لیدنې او خبرې وکړي.

ویل شوي چې د دې کتنو تمرکز د اقتصادي همکارۍ پراخول، د سوداګرۍ اړیکو اسانه کول، د ګډې پانګونې فرصتونه رامنځته کول، او د سیمې په ټرانزیټي لارو کې د افغانستان رول پیاوړی کول دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې دا سفر یو مهم ګام دی. موخه یې د افغانستان او هند ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا ده، او تمه کېږي چې پایلې به یې د مخابراتو ښه کولو، د سوداګرۍ وده او د ټرانزیټي لارو پراختیا کې د پام وړ رول ولوبوي.

د طالبانو سوداګریز پلاوی داسې مهال هند ته سفر کوي، چې دا ډله غواړي له پاکستان سره سوداګري ودروي.

طالبانو افغان سوداګرو ته درې میاشتې وخت ورکړی چې په پاکستان کې خپل حسابونه تصفیه کړي او پرځای یې له نورو هیوادونو سره خپله سوداګري پراخه کړي.

دا پریکړه وروسته له هغه وشوه چې پاکستان له طالبانو سره د تاوتریخوالي وروسته له افغانستان سره خپلې لارې وتړلې.

د ایران چابهار بندر د افغانستان لپاره د پاکستان د بدیل سوداګریزو لارو څخه یو ګڼل کېږي.

د ایران په سویل ختیځ کې د چابهار بندر افغانستان د عدن خلیج او عربي سمندرګي له لارې د هند سمندر سره نښلوي.

هند، افغانستان او ایران په ۱۳۹۵ کال کې د دې بندر د پراختیا لپاره درې اړخیزه تړون لاسلیک کړی دی.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه