اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو روغتیایي مسوولان وایي، چې د دغه ولایت په ګډون د ختیځ زون په کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو کې نن ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شوی.
ننګرهار کې د طالبانو د عامې رییس مولوي امین الله شریف نن (دوشنبه، ٣ د لیندۍ) وویل، چې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین دغه کمپاین به څلور ورځې دوام وکړي، چې پر مهال به یې ١.٣ میلیونه ټول هغه ماشومان چې له پنځو کلونو کم عمر لري واکسین شي.
بلخوا د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې نن د ګوزڼ ضد واکسن کمپاین پیل شوی دی.
دغه وزارت په یو خبرپاڼه کې ویلي، د دې کمپاین په لړ کې به ۷.۴ میلیونه له پنځو کالو کمعمره ماشومان واکسین شي.
خبرپاڼې زیاته کړې، چې په دغو ولایتونو کې کابل، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، بلخ، کندز، کندهار، هلمند، ارزګان، زابل، غزني، خوست، پکتیا، پکتیکا، هرات او فراه شامل دي.
