په تهران کې د طالبانو سفارت وایي چې ۸۱ افغان زندانیان له ایران څخه وطن ته راوستل شوي دي.
دې سفارت نن (دوشنبه، ۳ د لیندۍ) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دا افراد په ایران کې په زندان محکوم شوي وو.
په تهران کې د طالبانو سفارت پرون هم له ایران څخه هیواد ته د ۲۱۱ زندانیانو د انتقال خبر ورکړی و.
دې سفارت لیکلي چې په ټوله کې په دې دواړو مرحلو کې د ایران له خراسان رضوي، کرمان، اذربایجان او خراسان جنوبي ولایتونو څخه ۲۹۲ زندانیان افغانستان ته راوستل شوي دي.
د طالبانو سفارت ویلي چې دا زندانیان د محکوم شویو زندانیانو د انتقال د توافقلیک په چوکاټ کې او د ایران له عدلیې وزارت او د زندانیانو د انتقال له کمیټې سره په همغږۍ هیواد ته راوستل شوي دي.
ایران تر دې وړاندې هم په سلګونو زندانیان طالبانو ته سپارلي، تر څو د خپل بند پاتې موده د دې ډلې په زندانونو کې تېره کړي.
