اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې طالبانو د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د «ننګرهار کرکټ اکاډمي» په نامه د کرکټ یو پخوانی روزنځای (اکاډمي) تړلې ده.
د یادې اکاډمۍ یو مسوول او د کرکټ د نویو لوبغاړو روزنکي تاج ملوک عالم نن (سې شنبه، ۴ د لېندۍ) په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې د نامعلومو دلایلو له مخې د یادې اکاډمۍ د تړلو او تخلیي امر شوی او دغه راز طالبانو د نوموړي ورور او د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی افتاب عالم هم د څو ساعتونو لپاره په لومړۍ حوزه کې زنداني کړی و.
د هغه په خبره دې اکاډمي له تېرو ١٧ کلونو راهیسې د ننګرهار کمپوټر ساینس پوهنځي په انګړ کې فعالیت درلوده او پکې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانیو لوبغاړو خپل تمرینات ترسره کول او دغه راز اوسمهال پکې لسګونو نویو ځوانانو ته د کرکټ په برخه کې روزنه ورکول کېده.
د یادې اکاډمۍ یو بل روزونکي او د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي افتاب عالم هم د اکاډمۍ په تړل کېدو اندېښنه ښودلې او دا یې د کورني کرکټ د پرمختګ پر وړاندې لویه ضربه ګڼلې.
هغه له لوبغاړو غوښتنه کړې چې تر بلې خبرتیا دې پورې اګاډمۍ ته نه راځي.
د طالبانو دې پرېکړې په ټولنېزو رسنیو کې د خلکو توند غبرګونونه راپارولي دي او د یادې اکاډمۍ د بېرته ژر خلاصېدو غوښتنه یې کړې ده.
طالبانو تراوسه په دې اړه په رسمي ډول رسنیو ته څه نه دي ویلي.
له دې وړاندې طالبانو د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ په «ډکې» سیمه کې هم د کرکټ پر لوبه بندیز لګولی و.
