کونړ کې د پاکستان په بې پېلوټه برید کې پنځه ملکي وګړي ټپیان شوي

اطلاعات روز: کونړ د طالبانو ځايي مسوولین خبر ورکوي، چې د پاکستان بې پېلوټه الوتکې د دغه ولایت په مرکز اسعد اباد کې پر یوه ملکي کور هوایي برید کړی چې له امله یې پنځه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د کونړ د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند فرید دهقان وايي، پاکستانۍ بې پېلوټه الوتکې دا برید تېره شپه (دوشنبه، ۳ د لیندۍ) شاوخوا ۲:۰۰ بجې د اسعداباد ښار په څاګي سیمه کې کړی.

دهقان زیاتوي، پاکستانۍ بې پېلوټه الوتکې دا برید د عبدالوهاب په نوم د یوه ځايي کس په کور کړی چې له امله یې د نوموړي د کورنۍ پنځه غړي ټپیان شوي دي.

د ده په وینا، چې په دې پېښه کې یو نارینه، دوې ښځې او دوه ماشومان برسېرن ټپیان شوي، چې له لومړنۍ درملنې وروسته بېرته خپلو کورونو ته لېږدول شوي دي.

د هقان ویلي، د دغه برید له امله د ځايي اوسېدونکي کور تخریب شوی او درانه مالي زیانونه یې ور اړولي دي.

له دې سره په ورته مهال پاکستانۍ الوتکو تېره شپه په خوست ولایت کې هم پر یوه ملکي کور هوايي برید کړی چې له امله یې یوه میرمن او ۹ ماشومان وژل شوي دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه