اطلاعات روز: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې پاکستاني پوځ تېره شپه (دوشنبه، ۳ د لیندۍ) د خوست د ګربز ولسوالۍ اړوند «مغلګۍ» سیمه کې پر یو کور بمبار کړی، چې پر مهال یې یوه میرمن او ۹ ماشومان وژل شوي دي.
مجاهد نن سهار ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې پاکستاني پوځ د خوست سربیره په پکتیکا او کونړ کې هم هوایي بریدونه کړي، چې څلور ملکي وګړي یې ټپیان کړي دي.
نوموړی زیاتوي، چې پاکستاني پوځ دغه بریدونه تېره شپه ۱۲:۰۰ بجې د هیواد په دریو ولایتونو؛ خوست، پکتیکا او کونړ کړي دي.
د طالبانو ویاند وایي، چې خوست کې د وژل شویو ماشومانو په ډله کې پنځه یې هلکان او څلور یې نجونې دي. هغه پکتیکا او کونړ کې د ټپیانو په اړه جزیات نه دي ورکړي.
مجاهد لیکلي: «تېره شپه د شپې ۱۲ بجې د خوست ولایت د ګربزو ولسوالۍ مغلګۍ سیمه کې پاکستاني متجاوز پوځ د یو تن ملکي ځایي اوسېدونکي ولایتخان ولد قاضيمیر په کور بمبار وکړ، چې له امله یې ۹ ماشومان (۵ هلکان او ۴ نجونې) او یوه ښځه شهیدان شول او کور یې ویجاړ شو.»
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د خیبر پښتونخوا په پیښور ښار کې په یوه وسله وال برید کې پاکستاني سرحدي پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
