اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د فتر ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي په نړیواله ورځ افغان ښځو او نجونو سره د نړيوالې ملاتړ د نوي کولو او د هغوی د حقونو د دفاع غوښتنه کړې ده.
دغه سازمان نن (سې شنبه، ۴ د لیندۍ) ایکس کې پر خپله پاڼه په یوه پیغام کې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د خدماتو لپاره د انعطاف وړ تمویل او د ښځو پر مشرۍ د ادارو د ملاتړ غوښتنه هم کړې ده.
د نوامبر ۲۵مه د ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ نومول شوې.
دا ورځ داسې مهال نمانځل کېږي چې افغان ښځې او نجونې له څلورو کلونو راهیسې د زده کړو او کار په ګډون له خپلو ډیرو اساسي حقونو څخه محرومې دي.
په دې موده کې، سره له دې چې د نړۍ هیوادونو د افغان ښځو او نجونو د حقونو د درناوي په اړه ټینګار کړی، خو طالبانو بیا خپل بندیزونه لا سخت کړي دي.
