د اسټرالیا د سنا جرګې غونډه د یوې ښځینه استازې د چادرۍ اغوستلو له امله وځنډول شوه

د اسټرالیا د «واحد ملت» د ګوند مشره پائولین هانسون نن (دوشنبه، ۳ د لیندۍ) په داسې حال کې د دې هیواد د مشرانو جرګې تالار ته ننوتله چې چادري یې اغوستې وه او له دې امله غونډه وځنډېدله.

د «ایس بي ایس نیوز» له راپور سره سم، کله چې اغلې هانسون ونشوای کولای چې په اسټرالیا کې پر چادرۍ د بندیز په تړاو په سنا کې خپله طرحه وړاندې نه کړای شوه، نو د دې په اغوستلو سره تالار ته راغله.

د دې رسنۍ له راپور سره سم، کله چې نوموړې ډډه وکړه چې د سنا له تالاره نه وزي، نو له کبله یې مجلس ګډوډ شو.

د اسټرالیا د مشرانو جرګې مسلمانو استازو دا کار «څرګنده نژادپالنه» او «مسلمانانو ته سپکاوی» بللی دی.

د اسټرالیا د زرغون ګوند مسلمانې سناتورې مهرین فاروقي ویلي چې «دا یوه نژادپالې سناتوره ده او په څرګنده توګه نژادپالنه کوي او د اسلام په تړاو وېره خپروي. دا باید د دې موضوع له امله په قانوني ډول تعقیب شي».

د اسټرالیا یوې بلې مسلمانې سناتورې فاطمې پیمان هم ویلي: «دا یوه دین ته سپکاوی کوي، د مسلمانانو بې احترامي کوي … دا د اساسي قانون خلاف کار دی. دا موضوع باید د کار تر پیلېدو وړاندې ژر تر ژره وارزول شي.»

پائولین هانسون تر دې وړاندې هم د مسلمانانو له پوښاک او په اسټرالیا کې د اسیایي کډوالو له شتون سره سخت مخالفت کړی و.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه