طالبانو کونړ کې د څه باندې ۱۷ مېلیونه افغانیو په ارزښت نفرایټ ډبرې پلورلي

اطلاعات روز: کونړ کې د طالبانو ځايي مسوولین خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې یې پر یوه کورنۍ شرکت ۵.۴۹ مټریک ټنه نفرایټ ګران بیه ډبرې د ۱۷ مېلیونه، ۳۴۸ زره او څلور سوه افغانیو په ارزښت د ازادې داوطلبۍ له لارې پلورلې دي.

کونړ کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم رییس مولوي شیرین حقاني وايي، چې دا داوطلبۍ نن (سې شنبه، ۴ د لیندۍ) د دغه ولایت په مرکز اسعد اباد کې د ګران بیه ډبرو په مارکېټ کې ترسره شوې.

نوموړی زیاتوي، دا ډبرې د یاد ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ له «کوز چچن» سیمې استخراج شوې وې چې د داوطلبۍ په مراسمو کې یې ګڼو کورنیو پانګه والو برخه اخېستې وه.

د ده په وینا، چې د دغو ډبرو له درکه یو مېلیون، ۷۳۴ زره او ۸۴۰ افغانۍ عواید د طالبانو حکومت خزانې ته هم جمع شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم واکمنې ډلې په کونړ کې مېلیونونه افغانیو په ارزښت د دغه ولایت له بېلابېلو سیمو په ټنونو ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې پلورلې دي.

خلک اندېښمن دي، چې طالبانو د خپل حکومت د بودیجې او په هېواد کې د کانونو د بشپړ استخراج په موخه دا پروسه پیل کړې ده.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه