ملګري ملتونه: افغان ښځې له پراخ تاوتریخوالي سره مخ دي

SM

د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) او د دې ادارې د ښځو څانګې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له‌ منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان ښځې د حقونو د زوال او فزیکي او رواني زیانونو په ګډون له بې‌ مخینې او پراخې کچې تاوتریخوالي سره دي.

د اعلامیې له مخې، په نږدې دوو کلونو کې د هغو نجونو او ښځو شمېر چې د لوړ خطر لرونکي تاوتریخوالي له ګواښ سره مخ دي، ۴۰ سلنه زیات شوی او دا مهال ۱۴.۲ میلیونه ښځې ساتنې او مرستې ته اړتیا لري.

طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د ښځو پر حقونو او ازادۍ سخت محدودیتونه لګولي دي. اوس مهال د افغانستان نجونې او ښځې له خپلو بنسټیزو حقونو لکه زده‌ کړو او کار څخه بې‌برخې دي.

د ملګرو ملتونو په اعلامیه کې راغلي: «د افغان ښځو وضعیت د سختو تاوتریخوالي یادونه کوي او څرګندوي چې تاوتریخوالی څنګه په بېلابېلو بڼو رامنځته کېږي او څنګه هغه جوړښتونه چې د ښځو د ساتنې لپاره په ډېرو سختیو رامنځته شوي وو، په چټکۍ سره له منځه ځي.»

ملګرو ملتونو پر بېړني نړیوال ملاتړ ټینګار کړی او ویلي یې دې چې پر جنسیت ولاړ تاوتریخوالی د مرستو له کمېدو سره هم مهال مخ په زیاتېدو دی.

د یوناما سرپرستې او د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او مرستیالې جورجیت ګانیون ویلي: «تاوتریخوالی د افغان ښځو لپاره یوازې هغه څه نه دي چې لیدل کېږي او اورېدل کېږي؛ بلکې په تاوتریخوالي کې د هغوی د غږ خاموشول، د دوی د راتلونکې دروازې تړل او له دوی اخیستل شوي حقونه هم شامل دي.»

ګانیون د طالبانو د محدودیتونو د لرې کېدو غوښتنه کړې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د ښځو د حیاتي ملاتړ ټولې لارې پرانیستې وساتي.

د یوناما په وینا، د مرستو سخت کمښت ملګرو ملتونو او اړوندې ادارې دې ته اړې کړې دي چې د ژغورنې خدمتونه او د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا ملاتړ کوونکي پروګرامونه ودروي يا یې کم کړي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې په روان کال کې هغو ادارو چې مشري یې افغان ښځې کوي د خپلې بودجې پنځمه برخه له لاسه ورکړې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې ځانګړې استازې سوزان فرګوسن خبرداری ورکړی چې د بې مخینې محدودیتونو او څارنې پر مهال د ښځو په مشرۍ ادارو لپاره د مرستو کمېدل اسیب پذیره افرادو ته په مرستې رسونې کې د دوی وړتیا محدودوي.

ملګرو ملتونو د افغانستان له ښځو او نجونو سره د نړیوال پیوستون پر بیا نوې کولو ټینګار کړی او د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د زیات او انعطاف ‌پذیره مالي ملاتړ غوښتنه کړې او همدارنګه یې غوښتي چې د ښځو د مشرۍ د سازمانونو ملاتړ باید وشي.

یادې ادارې همدارنګه غوښتنه کړې چې د خوندیتوب د اړینې وسیلې په توګه برېښنایي اسانتیاوو ته باید لاسرسی په رسمیت وپېژندل شي او د ښځو او نجونو لپاره یې په یوه خوندي او ټولشموله فضا کې د پانګونې کول غوښتي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه