د پاکستان هوایي بریدونه؛ طالبان وایي چې په مناسب وخت کې ځواب ورکوي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې پر پکتیکا، خوست او کونړ د پاکستان هوایي بریدونه د افغانستان له هوایي حریمه سرغړونه ګڼي او دا له ټولو منل شویو نړیوالو معیارونو سره په ټکر کې دي.

ده نن (سې‌شنبه، ۴ د لیندۍ) په یوه اعلامیه کې ویلي چې طالبان دا تخطي او جنایت سخت غندي او په مناسب وخت کې به ځواب ورکړي.

د پاکستان پوځ تېره شپه په خوست، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې یو لړ اهداف وویشتل.

مجاهد په خپل وړاندیني پیغام کې ویلي و چې په خوست کې پر یوه ملکي کور برید شوی او له امله یې نهه ماشومان او یوه ښځه وژل شوي. د ده په وینا، په پکتیکا او کونړ کې هم څلور تنه ژوبل دي.

د طالبانو ویاند ویلي: «د پاکستاني نظامیانو داسې جنایت کومه لاسته راوړنه نه ده بلکې یو ځل بیا ثابتوي چې دا کار د ناسمو معلوماتو پر اساس شوی او د وضعیت له بحراني کېدو او د پاکستاني رژیم له رسوایۍ او ناکامۍ پرته بله کومه لاسته راوړنه نه لري.»

ده ویلي چې د طالبانو اداره «له خپلو هوایي او ځمکنیو حریمونو استفاده او د خپلو وګړو دفاع خپل شرعي حق ګڼي».

پاکستاني چارواکو تر اوسه د دې بریدونو په اړه څه نه دې ویلي.

د طالبانو او پاکستان تر منځ د خبرو-اترو تر ناکامۍ وروسته دا د پاکستان تر ټولو تازه برید دی.

پاکستاني پوځ په ځلونو د افغانستان پر خاوره او ان پلازمېنه کابل بریدونه کړي او ویلي یې دې چې په خپلو بریدونو کې یې د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي غړي ویشتلي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه