د ملګرو ملتونو عمومي منشي د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې د ښځو او نجونو پر خلاف تاوتریخوالی یوه نړیواله غمیزه ده او په اوسني برېښنایي عصر کې د ټیکنالوژۍ په ودې او ورته لاسرسي سره پسې زیاتېږي.
ده ویلي: «موږ د دې اجازه نشو ورکولای چې برېښینایي فضاوې په یوه بل داسې ځای بدل شي چې ښځې او نجونې پکې ناخوندي وي.»
د ملګرو ملتونو عمومي منشي د پرلیکې فضا د خوندیتوب غوښتنه کړې او ویلي یې دې چې هیوادونه باید پر لیکه/انلاین تاوتریخوالی جرم وګڼي.
ګوتریش ټینګار کړی چې د ټیکنولوژۍ شرکتونه باید ځان ډاده کړي چې پلټفارمونه یې خوندي او ځواب ویونکي دي.
ده ویلي: «راځئ په ګډه یوه داسې نړۍ ورغوو چې هیڅ ښځه او نجلۍ پکې ونه وېرېرېږي.»
ملګرو ملتونو سږ کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د ورځې په مناسبت د «د ښځو او نجونو پر وړاندې د پرلیکه تاوتریخوالي ختمول» د خپل شعار په توګه ټاکلي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر دې شعار ته په اشارې ویلي چې د افغانستان د زیات شمېر ښځو لپاره پرلیکه ارتباطاتو ته لاسرسی اړینه چاره ده.
دې دفتر ویلي چې په وروستیو کې د ۴۸ ساعتونو لپاره د انټرنیټ قطع کېدو وښوده چې د خوندیتوب او کرامت لپاره پرلیکه اسانتیاوو ته لاسرسی مهم دی او د اقتصادي بقا لپاره خورا ډېر ارزښت لري.
