د خوړو نړیوال پروګرام وایي چې د ژمي په رانژدې کېدو په افغانستان کې لوږه په چټکۍ زیاتېږي.
دې بنسټ نن (سېشنبه، ۴ د لیندۍ) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې «د وړو یا وریځو یوه بوجۍ د بقا او ناهیلۍ تر منځ تفاوت دی».
د خوړو د نړیوال پروګرام په وینا، په افغانستان کې د خوړو ناامني په نړۍ کې د لوږې په یوه سخت کړکېچ اوښتې او دا هیواد د ماشومانو د سختې خوارځواکۍ د شخاص له مخې د نړۍ په کچه په څلورم ځای کې دی.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د ژمي په رانژدې کېدو تمه داده چې د ښځو او ماشومانو تر منځ به سوء تغذیه چې اوس مهال په خپل لوړ حد کې ده، نوره هم زیاته شي.
د ملګرو ملتونو له شمېرو سره سم، په افغانستان کې درې نیم میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ ښکار دي.
ماشومان او ښځې د افغانستان په بشري کړکېچ کې تر ټولو اسیب پذیره افراد دي او د بشري مرستو په راکمېدو به د هغوی لپاره وضعیت نور هم بدتر شي.
