په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) دفتر ویلي، چې په خوست او کونړ ولایتونو کې تېره شپه په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ تنه ملکیان وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي.
یوناما نن شپه (سېشنبه، ۴ د لیندۍ) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې اکثریت قربانیان ماشومان دي.
دې دفتر یو ځل بیا «د ملکیانو د خوندیتوب او هغوی ته د زیان د مخنیوي په موخه د نړیوالو قوانینو د درناوي» غوښتنه کړې.
طالبان وایي چې پاکستان تېره شپه پر خوست، کونړ او پکتیکا ولایتونو بریدونه وکړل.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې په خوست کې نهه ماشومان او یوه ښځه وژل شوي او په کونړ او پکتیکا کې څلور تنه ژوبل دي.
ده ویلي چې قربانیان ملکیان دي او په دې بریدونو کې یو شمېر کورونه هم ویجاړ شوي دي.
مګر د پاکستان پوځ پر دې ولایتونو د بریدونو کول رد کړي او د طالبانو ادعا یې «بې بنسټه» بللې.
