د افغانستان په ختیځ کې هوایي بریدونه؛ ریچارډ بینټ د طالبانو او پاکستان تر منځ د خبرو د بیرته پیلېدو غوښتنه کړې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي ریچارډ بینټ د افغانستان د ختیځ پر درو ولایتونو د تېرې شپې هوایي بریدونو ته په غبرګون کې د طالبانو او پاکستان تر منځ د خبرو د بیرته پیلېدو غوښتنه کړې.

ښاغلي بینټ نن شپه (سې‌شنبه، ۴ د لیندۍ) پر ایکس لیکلي چې دواړه اړخونه باید د ستونزو د حل لپاره له تاوتریخوالي لاس واخلي.

ده ویلي چې په مذاکراتو کې د ښځو ګډون ګټور کېدلای شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي همدا راز له یوناما سره په همغږۍ د ملکیانو د خوندیتوب او نړیوالو قوانینو ته د درناوي غوښتنه کړې.

طالبان وایي چې پاکستان تېره شپه په خوست، کونړ او پکتیکا کې یو شمېر هدفونه ویشتلي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې په خوست کې نهه ماشومان او یوه ښځه وژل شوي او په کونړ او پکتیکا کې څلور تنه ژوبل شوي.

ده ویلي چې قربانیان ملکیان دي او په دې بریدونو کې یو شمېر کورونه هم ویجاړ شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) دفتر هم تایید کړې چې د دې بریدونو له امله په خوست او کونړ کې لږ تر لږږه ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي چې اکثریت قربانیان ماشومان دي.

د پاکستان پوځ ویلي چې د افغانستان پر ختیځو ولایتونو یې برید نه دی کړی او د طالبانو ادعا یې رد کړې ده.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه