د ملګرو ملتونو ښځینه څانګه: په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي خطر مخ په زیاتیدو دی

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځینه څانګې دفتر وايي، چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي خطر په چټکۍ سره مخ په زیاتیدو دی.

دې دفتر د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مبارزې د ۱۶ ورځني پوهاوي د کمپاین په ترڅ کې ایکس کې پر خپله پاڼه په یوه پیغام کې لیکلي: «پر ښځو لګول شوي محدودیتونه د هغوی په ژوند او د خدماتو په ترلاسه کولو کې خنډونه جوړ کړي او لا ډېرې ښځې یې بې‌ځایه له امنیت او ملاتړ څخه محرومې کړې دي.»

د ملګرو ملتونو ښځینه څانګې ویلي، چې سږنی ۱۶ ورځنی کمپاین د سمدستي اقدام غوښتنه کوي.

افغان ښځې او نجونې اوس مهال د زده کړو او کار په ګډون له خپلو ډیرو اساسي حقونو څخه محرومې دي.

په دې موده کې، سره له دې چې نړۍ د افغان ښځو او نجونو حقونو ته د درناوي په اړه ټینګار کوي، خو طالبانو بیا خپل محدودیتونه لا پسې سخت کړي دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه