اطلاعات روز: د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف افغان طالبان یوه «بې اعتباره ډله» بللې او ویلي یې دي چې اسلام اباد نور له دې ډلې څخه هیڅ هیله نه لري.
هغه جيونيوز سره په یوه تلویزيوني مرکه کې ويلي: «په هغوی (د افغانستان طالبانو) باور کول حماقت دی. موږ هڅه کړې چې له هغوی سره مودب اوسو… خو هغوی هغه شان د هغې خاورې قدر نه دی کړی چې د دوی دوه نسلونو ته یې ځای ورکړی دی.»
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ خبرې اترې په ټپه ولاړې دي او طالبان وايي، چې د دوشنبې په شپه د پاکستان پوځ په افغانستان برید کړی دی.
طالبانو ویلي، چې په دې برید کې ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي دي. د طالبانو ویاند دا برید جرم بللی او ویلي یې دي چې مناسب وخت کې به ځواب ورکړي.
خو، د پاکستان د دفاع وزیر د طالبانو دا ادعا رد کړې چې پاکستان په افغانستان کې دننه بریدونه کوي او ملکي وګړي په نښه کوي.
اصف ویلي: «د یوه دولت په توګه، موږ که اړتیا وي ځواب ورکوو، مګر موږ هیڅکله ملکي وګړي نه په نښه کوو.»
هغه د پاکستان پوځي مسلکي والی د طالبانو د چلند سره پرتله کړ او ویلي یې دي: «هغوی زموږ د منظمو ځواکونو په څیر نه دي. هغوی یوه غیر منظمه ډله ده، بې له هیڅ هیڅ ډول قانوني چلند او بې له هر ډول مذهبي تړاو سره.»
اصف ویلي، چې پاکستان له اوږدې مودې راهیسې زغم ښودلی او د رغند تعامل هیله یې درلوده، مګر دا تمې اوس کمې شوې دي.
د پاکستان دفاع وزیر ویلي، چې ترکیه، چین، قطر او نور دوست هېوادونه په سیمه کې د سولې غوښتونکي دي، چې پایلې به یې نه یوازې پاکستان، بلکې ټولو ښکېلو هېوادونو ته پراخې شي.
هغه زیاته کړې: «که د ترهګرۍ فابریکه له منځه ولاړه شي او د افغانستان خلکو ته عاید د ترلاسه کولو اجازه ورکړل شي، دا به د ټولو په ګټه وي، خو د افغانستان طالبان د افغانستان د خلکو دښمنان دي.»
