د برېتانیا ځانګړی استازی: د افغانستان د پرمختګ لپاره باید د ښځو پر زده کړو او کار لګول شوی بندیز ختم شي

Photo: GOV.UK

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي ویلي چې د دې هیواد د پرمختګ لپاره باید د ښځو پر زده کړو، کار او بنسټیزو ازادیو لګول شوي بندیزونه ختم شي.

ښاغلي لینډسي پر ایکس لیکلي چې پرون (پنجشنبه، ۶ د لیندۍ) یې د افغانستان په څو ولایتونو کې له ګڼ شمېر ښځو سره انلاین خبرې کړې دي، تر څو د اوسني وضعیت په تړاو د هغوی له تجربو او ننګونو خبر شي.

ده ویلي چې د افغانستان د ښځو انعطاف پذیري الهام ورکوونکې ده.

طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته تر شپږم ټولګي د پورته نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او هغوی ښوونځي او پوهنتون ته نه شي تلای.

دې ډلې همدا راز په دولتي ادارو او داخلي او نړیوالو سازمانونو کې د ښځو کار منع کړی دی او په ټولنه کې یې هم د هغوی پر حضور پراخ بندیزونه لګولي دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه