د پاکستان استازی: هیڅوک په پاکستان کې طالباني اسلام نه غواړي

Photo: Independent Urdu

د افغانستان په چارو کې د پاکستان پخواني استازي اصف دراني په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې «هیڅوک هم په پاکستان کې طالباني اسلام نه غواړي».

ده نن (پنجشنبه، ۶ د لیندۍ) پر ایکس لیکلي: «د طالبانو او پاکستانیانو تر منځ ایډیولوژیک درز ډاګیز دی؛ هیڅوک هم په پاکستان کې طالباني اسلام نه غواړي. له همدې کبله د پاکستانیانو دریځ روښانه دی؛ نور له طالبانو سره د مینې تارونه مه غزوئ.»

طالبانو او پاکستان په تېرو وختونو کې له یوه-بل سره نژدې اړیکې لرلې، مګر له څلورو کلونو راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، د دواړو اړخونو اړیکې ترینګلې دي.

اسلام اباد وایي چې طالبانو په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په شمول ترهګرو ډلو ته پناه ورکړې او دا ډله د افغانستان خاوره د پاکستان پر خلاف کاروي.

د پاکستان دولت په ځلونو له طالبانو غوښتي چې ټي ټي پي کنټرول کړي، مګر طالبان وایي چې ټي ټي پي د پاکستان کورنۍ ستونزه ده.

په دې وروستیو کې چې کله پاکستان پر افغانستان یو لړ هوایي بریدونه ترسره کړل، د دواړو لورو تر منځ پر ډیورنډ کرښه د یوې اونۍ لپاره نښتې روانې وې چې وروسته یې د مذاکراتو په ترڅ کې پر اوربند هوکړه وکړه.

اوس مهال چې د پاکستان او طالبانو تر منځ خبرې له بن بست سره مخ دي، د افغانستان او پاکستان سوداګري هم په ټپه دریدلې او د دواړو لورو تر منځ شخړې پر زیاتېدو دي.

طالبان وایي چې د پاکستان پوځ دا اونۍ هم په درو ولایتونو کې هوایي بریدونه کړي دي او په خوست کې یې د نهو ماشومانو په شمول ۱۰ تنه وژلي دي مګر پاکستان د طالبانو ادعا رد کړې ده.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه