د لغمان امنیې قومندانۍ لپاره طالب ویاند محمد یونس یوسفزی وایي چې د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د لغمان د قرغیو ولسوالۍ اړوند په «کاکڅ» سیمه کې ترافیکي پېښه رامنځته شوې چې له امله یې د یو ماشوم او یوې ښځې په ګډون ۴ کسان مړه شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.
یوسفزي ویلي چې دا پېښه تېره ورځ مازدیګر (پنجشنبه، ۶ د لېندۍ) په قرغیو ولسوالۍ کې د یوه مرسېډیز او کرولا موټرو ترمنځ د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.
د هغه په خبره د پېښې ټپيان یې پر وخت د ننګرهار سیمه ییز روغتون ته لېږدولي چې ډاکترانو یې وضعیت د ډاډ وړ بللی دی.
بل لور ته، په سمنګان کې هم طالب مسوولینو خبر ورکړی چې پرون مازیګر د دې ولایت خلم ولسوالۍ ته څېرمه د یوې ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ شوی او د یوې ښځې په شمول اووه تنه ژوبل شوي.
سمنګان کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند حشمت الله رحماني ویلي چې دا پېښه د یوه پاسو ډوله او الټو موټرو تر منځ شوې.
په هیواد کې وخت ناوخته ترافیکي پېښې معمولاً د لارې د خرابوالي، د موټر چلوونکو د بې احتیاطي، له ترافیکي قوانینو سره د نابلدتیا یا یې نه مراعتولو له امله رامنځ ته کېږي.
