طالبانو په نورستان کې د څه باندې ۱۱۱ میلیونه افغانیو په ارزښت ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې وپلورلې

اطلاعات روز: نورستان کې د طالبانو ځایي مسوولین خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې یې د ۱۱۱ مېلیونه او ۵۵۷ زره افغانیو په ارزښت اته زره او ۷۸۵ کېلو ګرامه ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې پلورلې دي.

د نورستان د کانونو او پټرولیم ریاست لپاره د طالبانو رییس سید رحیم عمیر وایي، دا ډبرې تېره ورځ (جمعه، ۷ د لیندۍ) د دغه ولايت په دواب ولسوالۍ کې د یوې ازادې بولۍ له لارې پلورل شوې دي.

عمیر زیاتوي، د دغو ډبرو له درکه ۱۱ مېلیونه او ۱۵۵ زره افغانۍ د طالبانو حکومت خزانې ته جمع شوي دي.

دی زیاتوي، چې په دغو ډبرو کې بیروج، کنزېټ او مارګنیټ شامل دي چې د د دواب ولسوالۍ له کانونو استخراج شوي.

د عمیر په وینا، د داوطلبۍ په دغو مراسمو کې د ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرو ۵۰ داخلي سوداګرو برخه اخېستې وه.

طالبانو په دې وروستیو کې په نورستان کې د ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرو د استخراج او داوطلبۍ لړۍ چټکه کړې، چې خلک یې د افغانستان د کانونو د تالان په مانا یادوي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه