اطلاعات روز: د ننګرهار او لغمان پوهنتونونو یو شمېر زده کړیالان وایي، چې په دې وروستۍ اوونۍ کې د دغو پوهنتونونو له لیلیې د طالبانو امربالمعروف محتسبینو د پوهنتونو له مسوولانو سره په هغمږۍ لسګونه محصلین د ږیرې کمولو له کبله له لیلیې شړلي دي.
د ننګرهار پوهنتون یو زده کړیال د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې تېره ورځ (چهارشنبه، ۵ د لېندۍ) د پوهنتون د مسوولانو او دغه راز د امربالمعروف محتسبینو د یوه ګډ پلاوي له لوري له هغه محصلینو د لیلیې کارتونه اخیستل شوي چې ږیري کمې او پګړۍ یې نه وې پر سر کړې.
د سرچینې په وینا، طالبانو ورته ګواښ کړی که ظاهري څېرې په سنتو برابرې نه کړي، نو له لیلیې سربېره به په کلنیو ازموینو کې هم ورڅخه نمرې کمې شي.
سرچینه زیاتوي: «هغه محصلین چې ږیرې یې کمې وې او پګړۍ او خولۍ یې نه وې پر سر کړې، هغوی له لیلیې شړل شوي او طالبانو ټینګار کړی که هر محصل ځان پر سنتو برابر نه کړي نو په لیلیه کې ځای نه لري بس اوس مجبوره یو څه چې وایي منو یې.»
دغه راز د لغمان پوهنتون یو محصل هم ورته شکایت کوي او وایي، د دغه پوهنتون په لیلیه کې هم د ګڼ شمېر هغه محصلینو د لیلیې کارتونه اخیستل شوي چې ږیرې یې کمې وې.
د سرچینې د معلوماتو له مخې اوسمهال د دغه پوهنتون په لیلیه کې نږې ۳۵۰ زده کړیال اوسېږي، خو د طالبانو له لوري ورته ځانګړي شرایط ټاکل شوي او د سرغړونې په صورت له لیلیې شړل کېږي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې پنځه وخت په جماعت لمونځ کول، له لمانځه وروسته دیني وعظ ته کېښناستل، د ږېرې پرېښودل هغه شرایط دي چې محصلین یې پرې مکلف کړي دي.
سرچینه زیاتوي: «پر محصلینو د ژوند چاپېریال ورځ تربلې مخ په تنګېدو دی، ځکه د زیاتره محصلینو اقتصادي وضعیت خراب دی او په لیلیه کې اوسېږي، خو طالبان پرې خپل شرطونه عملي کوي او دوی مجبوره دي چې طالبان څه وایي هغه ومني ځکه بله لاره نشته.»
موږ هڅه وکړه په دې اړه د یادو پوهنتونونو د مسوولانو نظر هم ولرو، خو له پرله پسې هڅو سره سره یې د نظر په اخیستلو بریالي نشو. طالبانو له دې یوه ورځ وراندې د هېواد په یو شمېر نورو پوهنتونونو له لیلیې هم ګڼ شمېر محصلین د ږیرې کمې اندازې له امله شړلي وو.
