له رسنیو سره دوه ګونی چلند او پر معلوماتو د طالب پلوو رسنیو انحصار

کونړ کې یو شمېر خبریالان شکایتون کوي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین د رسنیو ترمنځ توپیریز چلند کوي او دې چارې یې پر کارونو منفي اغېزې کړې دي.

خبریالان وايي، طالبان په کونړ کې په کلیدي پروګرامونو کې د خصوصي رسنیو خبریالانو ته نه یوازې د ګډون اجازه نه ورکوي، بلکې ناخبره یې هم ساتي او په همغو پروګرامونو کې د طالب پلوه رسنیو خبریالان تر سترګو کېږي.

دوی دغه راز د کونړ سیمه ییز مسوولین تورنوي چې په بیا بیا شکایتونو سربېره یې د دوی شکایتونو ته توجه نه ده کړې او په مهمو دولتي پروګرامونو کې ناخبره ساتي او حتا په دې برخه کې پر غږ اوچتولو یې هم ګواښلي دي.

له څلورو کالو زیاتېږي چې طالبانو پر ټول افغانستان نظامي ولکه ټینګه کړې، چې ورسره سم یې د هېواد په ګوټ ګوټ کې پر ډله ییز هغو سربېره حتا پر ټولنیزو رسنیو محدودیتونه زیات لګولي چې دې چارې د خبریالانو او رسنیو ستونزې ورځ تر بلې ډېرې کړې دي.

تازه په کونړ کې یو شمېر خبریالانو شکایت کوي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو اطلاعاتو او کلتور ریاست پر خصوصي رسنیو او خبریالانو سخت محدودیتونه لګولي دي.

دوی وايي، دا ریاست په مهمو دولتي پروګرامونو کې د خصوصي رسنیو خبریالانو ته د ګډون اجازه نه ورکوي؛ خو په همغو برنامو کې د طالب پلوه رسنیو خبریالان او استازي لیدل کېږي چې دې چارې د دوی پر کاري چاپېریال ژورې اغېز کړی دي.

کونړ کې د یوې خصوصي رسنۍ خبریال د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل: «د کونړ د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو په دې وروستیو کې د خصوصي رسنیو پر خبریالانو سخت محدودیتونه وضع کړي، په ځېنو مهمو پروګرامونو کې د خصوصي رسنیو خبریالانو ته اجازه نه ورکوي، خو په همغو پروګرامونو کې د طالبانو اړوند رسنیو خبریالان موجود وي. څو ورځې وړاندې هم په کونړ د طالبانو اړوند دولتي پروګرام د دوی اړوند دولتي رسنیو خبریالان موجود وو، خو ما او د خصوصي رسنیو نورو خبریالانو ته یې په دې غونډه کې هېڅ د ګډون اجازه، خو څه حتا خبر هم نه و راکړی.»

دا شاوخوا لس میاشتې وړاندې په کونړ پوهنتون کې د یو شمېر دولتي پروژو پرانیسته ده، چې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزیر له لوري یې پرانیسته وه، خو پرته د طالبانو د ملي ټلوېزیون له خبریال بل هېڅ د خصوصي رسنۍ خبریال ته د دغې پرانیستې د خبري پوښښ اجازه نه وه ورکړل شوې/ خواله رسنۍ

خبریالان شکایت کوي، چې د روان کال د اوړي په وروستیو کې په کونړ کې د مرګونې زلزلې پر مهال له طالب پلوه او خصوصي رسنیو سره دوه ګونی چلن کاوه.

خبریالان وايي، طالبانو د خصوصي رسنیو خبریالانو ته په اسانۍ او حتا بېخي اجازه نه ورکوله چې پر کار یې منفي اغېز او حتا دفترونو یې معاشونه ګرځولي دي.

خبریال شمس الرحمن (مستعار) له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «د زلزلې پر مهال یې زموږ کار ډېر سخت کړی و، د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلوېزیون او نورو طالب پلوه رسنیو خبریالانو او استازو ته ډېر په اسانۍ اجازه ورکوله چې راپورونه او خپرونې وکړي، خو زمونږ پر وړاندې یې کارونه سخت کړي وو، اول یې اجازه نه راکوله، که یې اجازه راکوله، نو ډېر په سختۍ او حتا عذر و زارۍ یې را باندې کولې، نو د دوی دغسې سختیو له وجې زیاتره وخت زمونږ راپورونه پاتې شوي، چې بیا دفترونو پر مونږ معاشونه کټ کړي دي.»

د  کونړ د زلزلې پر مهال ځايي طالبانو د خبریالانو د کارونو پر وړاندې ستونزې جوړولې او محدودیتونه یې پرې لګولي وو/ خواله رسنۍ

په همدې حال کې کونړ کې د یوې سیمه ییزې رسنۍ خبریال شکایت کوي، چې د طالبانو د استخباراتو له لوري د کار پر مال د توهین او سپکو الفاظو کارونې سربېره د واکمنې ډلې استخاراتو تر دې کچې وهلی او ډبولې و، چې تر لس ورځو یې کار نه شو کولی.

نوموړی وايي، د استخباراتو له لوري د هغه پر وړاندې د شوي چلن لپاره یې د کونړ اطلاعاتو او کلتور ته شکایت وکړ، خو پر ځای د ده چې استخباراتو یې پوښتنه وکړي د هغه لا مخالفت یې وکړ.

خبریال اجمل خان (مستعار) له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاته کړه: «د کونړ د زلزلې پر مهال د طالبانو استخباراتو پر مهال راته ښکنځلې وکړې، سپک الفاظ یې کارول، تر دې حده په کنداغونو ووهلم چې تر لسو ورځو مې کار نه شو کولی، ویل چې طالب ضد رسنیو ته راپورونه لېږې، خو ما خو طالب ضد رسنیو ته راپورونه نه لېږل ثبوت یې راسره پیدا نه شولی کړلی، اطلاعاتو او کلتور ریاست ته مې شکایت وکړ، خو پر ځای د دې چې زما پوښتنه له استخباراتو وکړي یا مې ملاتړ وکړي راته یې ویل ته به حتمي د وهل لایق وې، ځکه یې وهلی یې نو بیا مې قضیه پرېښوده او الله تعالی ته په صبر شوم.»

د روان کال د کونړ د زلزلې اغېزمن چې خبریالان یې د راپور جوړونې په موخه ورتلل، طالبانو نه یوازې محدودیت پرې لګاوه، بلکې خبریالان یې وهل ـ ډبول هم چې ښه مثال یې مستعار نومی خبریال اجمل خان دی/ خواله رسنۍ

خبریالان دغه راز شکایت کوي، چې څو میاشتې وړاندې له پاکستانه د راستنو شویو افغان کډوالو د سرپناه لپاره کونړ د ښارګوټې د پرانیستې په موخه د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي سفر کړی و او دې سفر ته یې د طالب پلوه رسنیو سربېره د خصوصي هغو خبریالان هم ورغوښتي وو.

خبریالان وايي، د طالب لوړ پوړي دې سفر کې خبریالانو ته ځانګړی ټرانسپورټ په نظر کې نیول شوی و، خو په خبره یې خبریالان له دې پروګرام تش لاس بېرته خپلو دفترونو ته ستانه شوي دي.

د کونړ سیمه ییز خبریال سلېمان شاه (مستعار) اطلاعات روز ته وویل: «څو میاشتې وړاندې سلام حنفي کونړ ته په دې خاطر سفر کړی و، په خاص کونړ ولسوالۍ کې له پاکستانه راستنو شویو کډوالو ته د یوه ښارګوټي د جوړولو پرانیسته وکړي، په دې پروګرام کې خبریالانو ته ځانګړی ټرانسپورټ په نظر کې نیول شوی و، خو دا ترانسپورټ یوه خبریال ته هم ورنه کړل شو او د کونړ اطلاعاتو او کلتور رییس خبریالان همداسې تش لاس رخصت کړل او ویل یې چې هېڅ نشته، خو د خبریالانو په نوم ورته درې ـ درې زره افغانۍ ټرانسپورټ ورکړل شوی و.»

د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي چې کونړ ته د کډوالو د ښارګوټي پرانیستلو لپاره سفر کړی و او د خبریالانو په نوم ترانسپورټ په نظر کې نیول شوی و، خو د کونړ د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري فساد او خبریالانو ته نه و ورکړل شوی/ خواله رسنۍ

خبریالان په همدې حال سر ټکوي، چې د طالبانو له لوري په دې ولایت کې پر خبریالانو تر دې کچې فضا سخته کړې، چې د واکمنې ډلې کوچنی، نمایشې او داسې برنامه چې په رسنیو کې حتا د خبر په ډول د نشر وړ نه وي، خو دوی یې په زور غواړي.

مستعار نومي خبریال (سمیع الله) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل: «د طالبانو عقده له دې امله ده چې د دوی کوچني پروګرام کې هم باید مونږ ګډون وکړو، چې ټول تبلیغات وي، هېڅ لاسته راوړنه نه وي، هغه برنامه زمونږ دفترونه نه اخلي، ځکه خبري ارزښت نه لري، خو بیا طالبان پر مونږ فشار واردوي او له دې امله په نورو پروګرامونو کې پر مونږ بندیزونه لګوي. حتا د کونړ د اطلاعاتو او کلتور ریاست او قومندانۍ مسوولین مو له خپلې خبري ګروپونو هم د دې کار په بدل کې له خپلو ګروپونو وباسي چې له نورو پروګرامونو بې خبره پاتې کېږي او زمونږ دفترونه بیا د رپوټونو د نه کولو له امله کسر معاش کوي مو، چې د اقتصاد په برخه کې سخته ضرب رسېږي راته.»

موږ هڅه وکړه چې په کونړ کې د خصوصي رسنیو د خبریالانو د دغو شکایتونو په تړاو په دې ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مسوولینو نظر هم ولرو، خو له پرلپسې هلوـ ځلو وروسته بیا هم ونه توانېدو چې د هغوی  نظر ترلاسه کړو.

یوازې کونړ نه دی چې خبریالان د طالب مسوولینو د محدودیتونو، فشارونو او عقدوي چلن له امله تر پوزې راغلي او کاري چاپېریال یې پرې تر وروستي بریده تنګ کړی، بلکې د ختیځ په مرکز ننګرهار، لغمان او نورستان ولایتونو کې هم شته خبریالان له ورته ستونزو او نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي.

خبریالان وايي، له یوه لوري د رسنیو کارونه مخ په ځوړ روان دي او له بل لوري په هېواد کې د نورو کارونو څرک نشته چې دوی یې د خپلو کورنیو مالي ملاتړ ته له جدي اندېښنو سره مخ کړي دي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه