اطلاعات روز: د امریکا د ملي ګارد پر دوو سرتیرو د یوه افغان وګړي له برید وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هغو کسانو لپاره ویزې ځنډولي چې افغان پاسپورټونو سره سفر کوي.
دې وزارت نن سهار (شنبه، ۸ د لیندۍ) ایکس پر خپله پاڼه په یوه پیغام کې لیکلي: «دا وزارت د متحده ایالاتو د ملي امنیت او عامه خوندیتوب د ساتنې لپاره ټول اړین اقدامات کوي.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم ایکس کې د ورته پیغام په خپرولو سره لیکلي، چې متحده ایالات د خپل ولس او خلکو د خونديتوب نه لوړ هیڅ بل لومړیتوب نه لري.
د ټرمپ ادارې تر دې مخکې هم امریکا ته د افغان اتباعو ننوتل محدود کړي وو.
دا محدودیتونه وروسته له هغه سخت شول چې یو افغان تیره اونۍ په واشنګټن ډي سي کې سپینې ماڼۍ ته نږدې د امریکا د ملي ګارد پر دوو سرتیرو ډزې وکړې، چې هغوی یې سخت ټپیان کړل. یو ټپي پرون په روغتون کې ژوند له لاسه ورکړ.
بریدګر رحمانالله لکنوال ۲۹ کلن افغان تبعه دی چې مخکې یې د امریکا د استخباراتو له ادارې (CIA) سره یې همکاري لرله. هغه د ۲۰۲۱م کال د سپتمبر په میاشت کې، د افغانستان له سقوط او د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، امریکا ته لېږدول شوی و.
د هغه برید په پراخه کچه غوسه راپارولې ده.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د برید وروسته د ټولو افغان اتباعو د دوسیو د بیا کتنې امر کړی دی.
د امریکا د کډوالو ادارې هم اعلان کړی، چې د افغان اتباعو د کډوالۍ غوښتنلیکونو پروسېس به ودروي. دا هرڅه داسې مهال کېږي چې د امریکا زرګونه پخواني کارمندان په درېیمو هیوادونو کې د بیا میشتیدنې په تمه دي.
